کور / شعر / رنگونه

رنگونه

دفقير او دمالدار رنګونه يودې
کم سياله او د سيال خوبونه يودې
دې بازارکې عجيبه شانتې دستوردې
هم د کانې هم دلعل شکلونه يودې
چا ويستلې دې زحمت ثمراخلې
د کاردار او د بيکار خيالونه يودې
د شړې اودشال فرق راتا ونه شو
د وريښمو او د تار ولونه يو دې
نه خو علم نه ادب په کې ښکاريږې
دحيوان او د انسان فکرونه يودې
دخيرات کچکول د سروزرو نه جوړشو
دکولال او د زرګر نقشونه يودې
بې زحمته د راحت په بيستر پروتوې
داد ځمکې او پالنګ خوبونه يودې
چا خو دې لاس کې بنګړې ليدلې نه وه
دشيشې او د طلا شړنګونه يو دې
اوس په دشته کې مڼې راته ښکاره شوې
داد للمې او باران فصلونه يودې
داد دشتې خس نخرې د ارغوان کرې
دګلاب او د شفتل بويونه يودې
دباغبان د باغ ثمر شو د اغيارو
يار ژړيږې د اغيار خوندونه يودې
پښتونزې نوره ستنه شه دليکلو
دقلم اود پنسل خطونه يو دې