دوه بهرني پوځیان ووژل سول
ناټو اعلان وکړ چی پرون د افغانستان په جنوب کی ماین چاودنی یو بهرنی پوځي وواژه ، خو نور تفصیل یې ورنکړ چی پیښه په کوم ولایت کی رامنځته سوه او اړونده عسکر د کوم هیواد تبعه و .
د یو بل خبر له مخی چی د امریکا د دفاع وزارت ورکړ ، یو امریکایی مرین پوځی پرون په هلمند ولایت کی د جنګی عملیاتو پر مهال د طالبانو لخوا ووژل سو ، خو اعلامیې واضح نکړه چی هغه مرین پوځي ویشتل سوئ دی او که ماین چاودنی له منځه وړی دی .
رنگونه »