ستاسو پر هر اندام صدقه…. ٤٥م ورځنى حديث

عطاالله محمدي | اکتوبر 21st, 2013


موضوع : ورځنى حديث (د سهار کېدو سره سم ……)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٤٥مه برخه پر له پسې لړۍ

رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :

د سهار کېدو سره سم ستاسو پر هر هډوکي صدقه لازمېږي ستاسو هره تسبيح (سبحان الله ويل ) صدقه ده او الحمد الله ويل صدقه ده او هر تهليل صدقه ده د نيک کار حکم کول صدقه ده او د بدي خبري څخه منع کول صدقه ده او ددې ټولو په مقابل کي دوه رکعاته د څاښت لمونځ کول کافي کېږي .
(مسلم)

Copyright Larawbar 2007-2024