نړیوالی عفوی امریکا په جنګی جنایت سره وغندله
د ( ټایمز ) ورځپاڼي او د امریکا ږغ د انګریزي خپرونی د راپور له مخی د عفوي نړیوال جوړښتون ( امنسټي انټرنیشنل ) د امریکا حکومت سخت وغانده چی په وزیرستان کی یې د بې پیلوټه طیارو په ذریعه ملکی او بې ګناه انسانان وژلي دي .
د عفوی نړیوال جوړښتون تر خپلو مستقلو ګرویږنو وروسته وایی چی د بې پیلوټه طیارو د هغو ۴۵ حملو څخه چی د تیر کال د جنوري راهیسی په شمالی وزیرستان کی سوي دي ، ۱۹ ملکی کسان وژل سوي دي چی یوه ۶۵ کلنه ښځه هم پکښی شامله ده .
د عفوی نړیوال سازمان د امریکا د حکومت لخوا دغه غیرقانونی حملې او وژنی « بېله محاکمې وژنی یا جنګی جنایات » وبلل چی دا ډیر سخت انتقاد دی .
نړیواله عفو پر برتانیې هم ږغ کوی چی دغسی حملې ونکړي ، او پر پاکستان ږغ کوی چی د بې پیلوټه طیارو د حملو او د هغو د قربانیانو په باره کی اړونده معلومات ورکړی .