کور / تازه خبرونه / د جمهوري ریاست انتخاباتو ته لس کاندیدان تائید سول

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته لس کاندیدان تائید سول

د افغانستان د انتخاباتو کمېسون د کاندیدانو په ابتدائي لیست کي د ۲۷ له منځه یوازي لس تنه تائید کړل.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسون په ویباڼه کي د ډاکټراشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، جنرال عبدالرحيم وردګ، قطب الدين هلال، استاد عبدالرب رسول سياف، ډاکټر زلمي رسول، سردار محمد نادر نعيم، عبدالقيوم کرزي، هدايت الله امين ارسلا او ګل اغا شيرزي نومونه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدانو په حیث اعلان سوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل پر ۱۶ مه نېټه ترسره کېدونکي دي. د ې انتخاباتو ته ۲۷ کسانو نومونه ثبت کړي ول، چي د دل آغا کوهدامني په نوم کاندید دوې هفتې دمخه او ۱۶ نور کسان تر څو اونیو څېړني او ارزوني وروسته ایسته سول.
د انتخاباتو کمېسون ويلي ډېری کاندیدان پر شرایطو برابر نه ول.

بلي خواته داسي ګنګوسې دي چي ځینو کاندیدانو نه غوښتل تر خپل دوهم تابعیت تېر سي، ځکه د افغانستان د اساسي قانون له مخي باید د هیواد جمهور رئیس د بهرني هیواد تابعیت ونه لري.
په ایستل سوو کسانو کي د افغان ټولنپال ولسواک ګوند (افغان ملت) مشر ډاکټر انورالحق احدي چي د یوه مهم کاندید په سترګه ورته کتل کېدل هم شامل دئ، خو نوموړي تل په خپلو مرکو او لیکنو کي ویلي چي د هیڅ بهرني هیواد تابعیت نه لري او په تيرو ۳۵ کلونو کي یې همېشه پر افغان پاسپورټ بهرني سفرونه کړي دي.

سیداسحاق ګیلاني، ډاکټر فاروق اعظم، حمید الله قادري، داود سلطانزی، سيد اسحاق ګيلاني، بسم الله شېر، حشمت غني احمدزی، خدیجه غزنوي، فضل کريم نجیمي، سرور احمدزى، احمدشاه احمدزی، عزيز الله لودين، سلمان علي دوست زاده، عبدالهادي دبير، نور رحمن لېوال او ډاکټر داور احمد نادي هم په ایستل ایستل سوو کسانو کي شامل دي.
د انتخاباتو کمېسون وايي دغه لیست ابتدائي دئ، ممکن زیاتول او کمول پکښي راسي.