کور / هراړخیز / د سواد زده کړو مرکزونه مالي ملاتړ ته لا اړتيا لري

د سواد زده کړو مرکزونه مالي ملاتړ ته لا اړتيا لري

د يوې ټولنې د بقاء لپاره اسلامي مدرسې، ښوونځي او ښوونيز مرکزونه داسې اړين دي،لکه د ژوند لپاره اوبه او هوا، تر ننه د اسلامي ثقافت، اړيکو ټينګولو، يو تر بله متقابل احترام د ساتنې يوازينۍ ذريعه همدا ښوونځي او د زده کړو مرکزونه دي، چې په دې کې انسانانو ته پوهه ورکول کيږي او هر انسان له دې څخه په خپل وخت کې ګټه پورته کوي.

زموږ هېواد يو له هغو هېوادونو شميرل کيږي، چې وګړي يې له ښوونيزو مرکزنو ليرې پاتې شوې دي او د زده کړو له لوى نعمت څخه بې برخې پاتې دي، خو په اوسنيو وختونو کې دوى ته دا زمينه برابره شوې ده، چې په هېواد دننه هغه کسان زده کړې وکړي چې عمرونه يې له پنځلسو نه تر پنځه څلويښتو کلونو پورې وي،ځکه اوسنيو وختونو کې يو ځل بيا د افغانستان د پوهنې وزارت د جاپان په مالي مرسته د هېواد په اتلسو ولایتونو کې د سواد زده کړې د پروګرام دریمه دوره پیل کړه،او دغه تفاهم لیک پرون ورځ په کابل کې د پوهنې وزارت، یونسکو او د جاپان د سفارت تر منځ لاسلیک شو.

د پوهنې وزارت چارواکو ويلې په تیرو پنځو کلونو کې د دې پروګرام له مخې څه باندې شپږو لکو کسانو سواد زده کړی دی چې شپیته فیصده یې ښځې دي او په دغه ،دریم پړوا کې به شاوخوا څلور لکه کسانو سربیره پر دې، چې سواد زده کړې، ځینې کسبونه به هم ور زده کړای شي.

په دې کې د پوهنې وزارت چارواکو ته په کار ده، چې دا ځل هغه کسان د سواد زده کړې مرکزونو ته وروپيژني، چې هغه زيات بې وزله،او له غربت سره مخامخ کسان وي ، ځکه دا مهال هغه کسان په دې هېواد کې په منظم ډول سره زده کړې تر لاسه کوي چې هغه سرمايه لرونکي وي، او تر څنګ يې بايده ده په دا ډول مرکزونو کې دښځو د٦٠ سلنه ګډون کچه له دې هم زيات شي ، تر څو له يوې خوا دوى خپل حقوق تر لاسه کړي او له بلې خوا به دوى هم يو څه له زده کړې برخمنې شوې وي،همداشان له سواد زده کړو د ټولومرکزونو څخه دې په سم ډول سره پلټه وشي، ترڅو له يوې خوا دغه کسان په منظم ډول سره له زده کړو برخمن شي او له بلې خوا به مصرف شوې بودجه هم پر ځاى لګيدلې وي،ځکه که فکر وکړو دغه ډول مرکزونه اوس هم شتون لري،خو پايله يې مثبته نه ده ارزيابي شوې.

دا چې د جاپان دوست هېواد له موږ سره پخوا هم مرستې کړي او لا هم مرستې کوي، په بدل کې يې افغانان ډېره منندوى دي، خو په کار ده خپلې مرستې همداسې جاري وساتي ترڅو دغه پروګرام په هېواد کې ټول هغه کسان تعقيب کړي، چې د دوى عمرونه له پنځلسو څخه تر پنځه څلويښتو کلونو پورې دي، او نه شي کولى له دې مودې وروسته په منظم او سيستماتيک ډول خپلې زده کړې تعقيب کړي، دا موقعې به ورته يو طلايي چانس وي ترڅو خپلې نيمګړې زده کړې بشپړې او د سودا له لوى نعمت څخه برخمن شي.