زابل څوارلس کاندیدان دلست څخه استل شوی دی
جاويد احمد تنوير
دافغانسان دټاکنو دخپلو اک کمیسیون داعلان له مخي ددغه ولایت دولایتی شورا دابتدایی لست څخه نژدی ۱۴ کاندیدان لري شوی دی ، دټاکنو دخپلواک کمیسیون رئیس قدرت الله نقشبندي وایی په لري شویو کسانو کی دوه ښځينه نومونه شامل دي ، دهغه په خبره کیدای شی دلري شویو کاندیدانو په اسنادو کس نواقص موجود وي چی له مخي یی نومونه دلست څخه غورځول شوی دی ، نوموړي وایی دپاتي ۲۲ کسانو نومونه په لست کی شامل دی ،
دټاکنو ددفتر لخوا دلست څخه ایستل شوی کاندیدان شکایت کوی چی په پاتو کسانو کی داسی کسان هم موجود دی چی خپل نوم هم نشی لیکلای ، یوشمیر لري شوی کاندیدان وایی چی تربکلوریا علاوه زده کړي یی هم کړي خو بیا یی هم نومونه په لست کی نشته ،
بلخوا دټاکنو دخپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایی ﻫﻐﻪ ﮐﺎﻧﺪﯾﺪﺍﻥ ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﯾﯥ ﻟﻪ ﺍﺑﺘﺪﺍﯾﻲ ﻟﺴﺖ څخه ﻏﻮﺭځوﻝ ﺷﻮﻱ؛ ﮐﻪ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﮐړﻱ ﭼﯥ، ﺍﺳﻨﺎﺩ ﯾﯥ ﺩﻗﯿﻖ ﺩﻱ، ﮐﻮﻻﯼ ﺷﻲ ﺑﯧﺮﺗﻪ ﻧﻬﺎﯾﻲ ﻟﺴﺖ ﺗﻪ ﻻﺭﻩ ﭘﯿﺪﺍ ﮐړﻱ.
ﺩ ټاکنو ﺩ ﮐﻤﯿﺴﯿﻮﻥ ﻭﯾﺎﻧﺪ ﻧﻮﺭﻣﺤﻤﺪ ﻧﻮﺭ ﭘﺮﻭﻥ وﻭﯾﻞ ﭼﯥ، لري ﺷﻮﻱ ﮐﺎﻧﺪﯾﺪﺍﻥ ﺷﻞ ﻭﺭځي ﻭﺧﺖ ﻟﺮﻱ ﭼﯥ؛ ﺧﭙﻞ ﺷﮑﺎﯾﺘﻮﻧﻪ ﺩ ﺍﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﺩ ﺷﮑﺎﯾﺘﻮﻧﻮ
ﮐﻤﯿﺴﯿﻮﻥ ﺗﻪ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﮐړﻱ دولایتی شورا دکاندیدانو اابتدایی لست پرون اعلان شو چی دامهال په یوشمیر ولایتونوکی پری کاندیدان قناعت نه لري ، .