زابل والي وایی ددایچوپان خلک هم په ټاکنو کی برخه اخلي

جاويد احمد تنوير | اکتوبر 24th, 2013


دد ي ولایت والي محمد اشرف ناصري په دایچوپان په ولسوالي کی ديوی جوړي شوی غونډي پرمهال دسیمي له قومي مشرانواو مخورو څخه غوښتنه وکړه چی دټاکنو پرمهال دي په ډيره مهړانه دخپلي خوښی کاندید ته رایه ورکړي ، نوموړي وایی ددوي لپاره یی ټول دټاکنو مواد برابرکړي او دوی دي کوښښ وکړي چی دثبت نام کارتونه واخلي ، والی زیاته کړه چی دخلکو لپاره یی امنیت ټینګ کړي او هغوی کولای شی چی خپل ځانونه راجسټر کړي ،

ښاغلي ناصري وایی چی په ټولو ولسوالیوکی یی دټاکنو مرکزونه فعاله دی او دخلکو ونډه هم دپام وړده هغه یوازي دخاک افغان ولسوالۍ ددغه پروسی څخه بی برخي وبلل او وویل چی په هغه ولسوالي کی لا تراوسه ددوي مرکزونه ندي فعاله شوي ، نوموړي ددغه ستونزي علت په ولسوالي کی دطالبانو دپراخ نفوس شتون په ګوته کړ او زیاته یی کړه چی دتیرو نهو کلنو راهیسی دغه ولسوالۍ ددوي له ولکي څخه بهر ده ، دیادوني وړه چی دزابل والي پداسی حال کی ددایچوپان دولسوالۍ داوسیدونکو څخه په ټاکنو کی دګډون غوښتنه کوي چی پدغه ولسوالي کی لا اوس هم کله ناکله ددولت وسله وال مخالیفین خپل فعالیت کوي ،

Copyright Larawbar 2007-2024