کور / خبرتیا او پيغامونه / د انتخاباتو په هكله د هلمند مدني تولني اعلاميه

د انتخاباتو په هكله د هلمند مدني تولني اعلاميه

دانتخاباتو خپلواک کمیسون هلمند کی دښځینه وودانتخاباتی کارتونودورکړی په برخه کی کارنه کوی

دهلمند مدني ټولني دهغه څیړنی پراساس چی له تیرو څو اونیو راهیسی یی ددی ولایت په مرکز او ولسوالیو کی ترسره کړی ترډیره د ښځینه کارتونو په نه اخیستلو کی د انتخاباتو خپلواک کمیسون پړبلل سوی دی.
یادی مدنی ټولنی خپل مدنی فعالان ددی ولایت ولسوالیو ته استولی خو ترډیره ددوی د څیړنی په موخه راغلی راپورونه ښیی چی هلمند کی د ښځینو د کارتونو د اخیستلو په برخه کی ترډیره پړه ددی ولایت دانتخاباتو خپلواک کمیسون چارواکی بلل سوی.
دانتخاباتو خپلواک کمیسون په (سنګین ،موسی قلعه،نوزاد،واشیر،ګرمسیر،ناوه ،مارجه او نادعلی )ولسوالیو کی د ښځینه انتخاباتی کارتونو د ورکړی هیڅ کوم فعالیت نه لری.
چی د پړه کیدو یواځینی علت یی پخپله په ولسوالیو کی د انتخاباتو خپلواک کمیسون له لوری د ښځینه وو نه ګمارنه او په ولسوالیو کی دښځینوو د برخی نه فعاله کول هغه څه دی چی د ولسوالیو ښځینه د افغانی دودونو او افغانی کلتور لمخی هغوی دیته ندی اماده سوی ترڅو یوه داسی مرکزته چی پکی نارینه دانتخاباتو کارتونه ورکوی لاړی سی او دراروانو انتخاباتو لپاره کارتونه ترلاسه کړی .
دهلمند مدنی ټولنه دانتخاباتو خپلواک کمیسون ،ولایتی چارواکو او امنیتی ارګانونو ته خبرورکوی چی د ښځینه وو دکارتونو د ورکړی په برخه کی ترډیره همکاری او پدی برخه کی له یادکمیسون سره کاروکړی ترڅو په هلمند کی ښځینه چی شمیره یی څه کم یو میلیون ته رسیږی کارتونه په امنو او ناامنو ولسوالیو کی ترلاسه او راروانو انتخاباتو کی ګډون وکړی .