زابل ۱۴ وسله وژل شوی دی
جاويد احمد تنوير
دپلټني هغه تصفوي عملیات چی دتیري شپی راهسي دمرکز قلات او ښار صفا په ولسوالۍ کی دافغان او نړیوالوځواکونو لخوا په ګډه پیل شوی په ترځ یی دزابل دامنی قومانداني دامنیت دامر سمونوال غلام جیلاني په وینا څوارلس وسله وال وژل شوی او څلور ټپیان دی ، نوموړي وایی په عملیاتوکی ګډو ځواکونوته کوم زیان ندی اوښتي خو دمخالیف لوري څخه یی یوه اندازه ماینونه او نهه موټر سایکلونه نیولي دی ، دامنیت امر وایی په سیمه کی ددوي تصفوي عملیات اوس هم روان دی
که څه هم چارواکی وژل شوی او نیول شوی کسان ټول وسله وال بولي خو طالبانو تراوسه پدی اړه رسنیو ته څه ندي ویلي ، بخوا دوسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایی دتیري شپي په عملیاتو کی دیوشمیر سیمو ځایی اوسیدونکی دپلټونو پرمهال سخت وهل شوی دی خو چارواکی دغه ادعا نه منی ، ددي ډلي ویاندی قاري یوسف احمدي وایی چی په شاهجوي او ارغنداب کی یی دماینونو په واسطه ګڼ شمیر دولتي سرتیري وژلی دی ، چی دچارواکو لخوا دغه ادعا رد شوه ، په روان کال کی په زابل کی دوسله والو طالبانو پروړاندي ددولت لخوا دوژل شویو کسان شمیره ترټول جګه بلل کیږی ، ویل کیږي دتیري شپی په عملیاتو یوشمیر محلي قوماندانان هم وژل شوی دی ، ، دیادوني وړده چی په زابل کی دراتلونکو ټاکنو او په ولسوالیو کی دښه امنیت په موخه دڅه مودي راپدی خوا پراخي پلټني پیل شوی دی ، ترڅو دچارواکو په خبره دخلکو لپاره یو ډاډ من چاپیریال رامنځ ته کړي ،