کور / اسلامي / په روژه کي شيطانان او…..٤٩م ورځنى حديث

په روژه کي شيطانان او…..٤٩م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (د روژې فضيلت….)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٤٦مه برخه پر له پسې لړۍ

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
کله چي د روژې د مياشتي اوله شپه راسي نو شيطانان او سرکښه جنات يعني پېرانان بندي کيږي او د دوږخ دروازې بندېږي هيڅ دروازه ئې خلاصه نه وي او د جنت دروازې خلاصېږي او هيڅ دروازه ئې نه بندېږي او اعلان کونکې (ملکه) دا اعلان کوي چي اې د خېر غوښتونکې! متوجې سه، اواې د بدو اراده لرونکې! د بدو څخه ځان وساته ځکه چي الله تعالی خلګ د اور څخه خلاصوي او دا (اعلان د روژې) په هره شپه کي کېږي.

رواه الترمذي وابن ماجه (مشکاة)