نورستان: ميرمنو ته د خیاطۍ دري میاشتنی زده کړه ورکول کیږي
په نورستان کي بي وزله میرمنو ته د جامو ګنډلو زمینه برابره شوي.
د نورستان په مرکز پارون کي ددي ولایت د ښځو چارو ریاست او بشرحقونو کمیسیون پر مټ شاوخوا لس بیوزله میرمنو ته د خیاطۍ دري میاشتنی زده کړه ورکول کیږي.
ددي ولایت د ښځو چارو ریسه اغلي زاهده فیضان وايي لسو میرمنو ته به د خیاطۍ زده کړه او له هغي وروسته د کار زمینه برابره شي د اغلي فیضان په خبره چي بشر حقونو کمیسیون دوي سره ددي پروګرام په پیل او د نورو پروګرامونو په وده کښي مرسته کوي.
په نورستان کي لومړۍ ځل دی چي میرمنو ته د کالیو ګنډلو پروګرام پیل کیږي.
د نورستان په دولتي ادارو کي د ښځینه کارکوونکو شتون یوازي په سلو کښي پینځه فیصد دی یو شمیر خلک لیواله دي چي خپلي لوڼي دولتي دندو کي مقرری کړي خو دوي په ولایتي اداري نیوکه کوي چي د کار زمینه ورته نه برابروی.