کور / شعر / ژونــد

ژونــد

هغه رنګونه اوس دنیا کی نشته

زما او ستا رنګونه

د مینی رنګ د خوشحالې رنګونه

او هغه موسم د ګلو

د اټنونو او ګدا باران

د ولولو د تلوسو، ائینه

اوس په دنیا کی نشته

دنیا اوس وچه ده

بیدیا په شانی

+++

نه پوهیږم

او شاید یی زه نه وینم

یو څه د عمر تاثیر

یو څه نا څه د امیدونو تاثیر

او د برخلیکونو او خدایی تاثیر

خو زه یی نه وینمه

شاید زوړ شوی یمه

که څه هم زوړ نه ښکارم

سمیع الله خالد سهاک

کالیفورنیا، امریکا

۰۶/۱۲/۲۰۱۳