په كوټه كې بمي چاودنې مرګ ژوبله واړوله.
حبيب تاثير - کوټه
په كوټه كې بمي چاودنې تر دوه درزنه پوري كسانو ته مرګ ژوبله واړوله، لراوبر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي: نن د چارشنبې په ورځ د اكتور د مياشتې په دېرشمه نېټه د كوټې ښار په زرغون سړك باندې د دغې چاودنې له امله څلور تنه ورژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي چې په هغوى كې هم د پنځو تنو حالت مرګونى بلل كېږي.
د روغتون د ډاكټرانو په وينا چې لر اوبر ډاټ كام ته يې وويل: دغه چاودنه په ولاړ موټرسايكل كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكيو توكيو له امله رامنځ ته شوې ده، دوى وايي وژل شوي او ټپيان كسان ټول اولسي وګړي دي چې دوه مېرمنې هم په كې ټپيانې شوې دي.
د سيمې پوليس وايي: د چاودنې له امله د ځاني زيان تر څنګ زيات مالي زيانونه هم اوښتې دي، چې تر لسو پوري موتران او همدومره دوكانونه هم په بشپړه توګه له منځه تللي دي، پوليسو دا نه دي ويلي چې د بريد كوونكيو موخه څوك وه.
كه څه هم له تېرو لسو كالو څخه په كوټه كې دا ډول بمي چاودنې رامنځ ته كېږي، خو د بلوچستان ايالت اعلا وزير ډاكټر عبدالمالك بلوڅ او د پاكستان لومړي وزير نواز شريف نننۍ چاودنه غندلې ده او ويلي دي چې د پېښې عاملين دي ونيول سي او له قانون سره سمه سزا دي وركړى سي.
كه په ټپيانو كې د ځينو حالت مرګونى بلل كېږي، خو په روغتون كې د ټپيانو خپلو خپلوانو لراوبر ډاټ كام ته وويل: چې په روغتون كې د ډاكټرانو د نښتوالې له امله د ټپيانو چندان درملنه نه كېږي، ځكه چې په كوټه او د بلوچستان ايالت په ځينو سيمو كې ډاكټرانو له تېرو څو ورځو څخه د خپل تښتول شوي ملګري ډاكټر: پروفيسرمناف ترين د تښتولو په خلاف په احتجاج لاس پوري كړى دى.
دغه چاودنه په داسي حال رامنځ ته كېږي چې په كوټه كې له تېرو څو ورځو څخه د پښتون سياسي مشر او د عوامي نيشنل ګوند رهنما ارباب عبدالظاهر كاسي د تښتول كېدو له امله د بېلابېلو سياسي او سماجي ډلو له لوري مظاهرې روانې دي.
هېره دي نه وې چې تراوسه پوري چا د نننۍ بمي چاودنې پړه پرغاړه نه ده اخيستې.