کور / اسلامي / نبي ص د ښځو په اړه ….. ٥٤م ورځنى حديث

نبي ص د ښځو په اړه ….. ٥٤م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (نبي ص د ښځو په اړه زما….)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٥٤مه برخه پر له پسې لړۍ

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
تاسو د ښځو په اړه زما توصيه قبوله کړئ
(چي د ښځو سره به ښه سلوک کوئ) ځکه ښځي د پښتۍ څخه پیدا سوي دي او په پښتیو کي تر ټولو زیاته کږه لوړه پښتۍ ده نو که ته دا (کږه پښتۍ) سيده کوې نو ماتوې به يې او که ئې پر (همدغه حالت) پرېږدې نو کوږوالی پکښې دئ .
ښځي په طبعي ډول نیمګړتیاوي لري، که ئې ته سمول غواړې نو یا به طلاق ورکوې او که ئې په نکاح کي پرېږدې نو دا کمزورۍ به پکښې وي.
نو تاسو د ښځو په اړه زما توصيه قبوله کړئ
(چي ښه ګذاره به ورسره کوئ).

(متفق عليه)