طالبان : په برمل کي مو پوستې ونيولې

عطاالله محمدي | نوومبر 1st, 2013


وسله والو طالبانو په خپله يوه رسنۍ کي خبر ورکړى چي په پکتيکا کي ئې د پوليسو يوشمېر پوستې نيولي.
طالبان ليکي چي يادي پوستې ئې د پنجشنبې په ماښام تر يو شمېر بريدو وروسته نيولي او وروسته ئې سوځلي.
طالبان ليکي چي په دې جنګ کي څلور پوليس وژل سوي ،اووه نور ټپيان سوي او وسلې ئې د دوى لاس ته ورغلي.
همدا ډول وسله وال طالبان ليکي چي په دې بريد کي د دوى يو ملګرى ټپي سوى دئ.
د يادوني وړ ده چي په دې حکومتي لوري تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024