کور / تازه خبرونه / د قبایلي ‌طالبانو مهم مشر وژل سوی دئ

د قبایلي ‌طالبانو مهم مشر وژل سوی دئ

راپورونه وايي په شمالي وزیرستان کي د امریکا د بې پیلوټه طیارې په یوه حمله کي د قبایلي طالبانو یو مهم مشر وژل سوی دئ.
دغه حمله نن لمر لوېده مهال د شمالي وزیرستان میرانشاه ته نیژدې د قبایلي طالبانو پر یوه شکمن ځای سوې ده، چي وايي د قبایلي طالب قومندانانو غونډه پکښي روانه وه.

داسي ګنګوسې دي چي وژل سوی کس د قبایلي طالبانو مشر حکیم الله مسود دئ، خو تر اوسه لا نه طالبانو او نه هم کومي بلي مرجع تائېد کړی دئ.
د جنګ ورځپاڼي انټرنیټ پاڼه وايي له حکیم الله مسود سره د هغه دوه قومندانان طارق مسود او عبدالله هم وژل سوي دي.

د حکیم الله مسود د مړیني ادعاوي په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کي هم وسوې، خو وروسته به معلومه سوه چي هغه ژوندی دئ.

حکیم الله مسود په ۲۰۱۰ کال د بیت الله مسود تر مړیني وروسته د قبایلي طالبانو مشري پر غاړه واخیسته.

دغه حمله پر داسي وخت کېږي چي د پاکستان صدراعظم نوازشریف څو ورځي دمخه امریکا ته سفر وکئ، د بې پیلوټه طیارو د حملو د بندېدو غوښتنه یې وکړه او نن یې وویل چي حکومت یې له قبایلي طالبانو سره د سولی خبري شروع کړي دي.