کور / تازه خبرونه / په پنجوايي کي اووه وسله وال طالبان ووژل سول

په پنجوايي کي اووه وسله وال طالبان ووژل سول

دکندهار ولایت مقام په خپله خپره سوې خبرپاڼه کښي وايي چي د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي د مخامخ جګړې پر مهال ٧تنه وسلوال طالبان ووژل سول او ٣ نور زخميان سوي دي . دغه وسلواله نښته تېره شپه د يادي سوي ولسوالۍ په مربوطاتو کي د ژړۍ ولسوالۍسره پرسرحد باندي را منځ ته سوې ده چي په پايله کي ئې مخالفينوته ياده مرگ ژوبله اوښتې ده .
دخبرپاڼي په حواله د تېري شپې په ياده نښته کي افغان ځواکونو او ولسي وگړو ته کوم مالي او ځاني زيان نه دی اوښتئ .
دکندهار امنیتي چارواکي وايي چي د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د تېري شپې جګړې ٢ ساعته دوام وکړ چي په پايله کي يې مخالفينو ماته وخوړه او او له سيمي څخه وتشتېدل. وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.