کور / تازه خبرونه / قومي مشران: هيچا ته حق نه ورکوو چي د ټولټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کړي

قومي مشران: هيچا ته حق نه ورکوو چي د ټولټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کړي

د کندهار د ځینو ولسواليو قومي مشرانو د يوې غونډي په ترڅ کي ټينګار وکړ چي دوی به په خپل پوره توان د راتلونکو ټولټاکنو له پاره په خپلو سيمو کي زمينه برابروي او هيچا ته به حق ورنه کړي چي د ټولټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کړي.
هغه غونډه چي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه پکښي د کندهار د معروف، ارغستان، بولدک، ښوراوک او تخته پول ولسواليو تر سلو زياتو قومي مشرانو، سپين ږيرو او علماوو تر څنګ د کندهار د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو رئيس هم ګډون درلود.
د غونډي په ترڅ کي ټولو قومي سپين ږيرو ژمنه وکړه، که څه هم د دوی په سيمو کي اوسمهال ډیورنډ کرښي ها خوا ځيني شر اچوونکي کسان تحرکېږي او هڅه کېږي چي د ټولټاکنو پروسه له خنډ سره مخ کړي خو دوی به پوره هڅه وکړي چي د ټولټاکنو د پروسې په وړاندي هر ډول ستونزي له منځه يوسي او په سيمو کي ئې د ټولټاکنو پروسه په شفاف او سم ډول تر سره سي.
قومي مشرانو د کندهار د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو له رئيس څخه غوښتنه وکړه چي په يادو ولسواليو کي بايد ځيني پرمختيايي پروګرامونه، بديل معشيت او داسې نور کارونه پلي سي چي د يادو ولسواليو له خلکو څخه نور هم د همکاريو تمه وسي.
د کندهار د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو رئيس د غونډي د برخوالو له همکاريو څخه د منني تر څنګ وويل، رياست به ئې د يادو قومي مشرانو وړانديزو هرومرو له اړوندو لوړو چارواکو سره شريکوي او په اړه به ئې مثبتي پايلي ترلاسه کوي.