کور / تازه خبرونه / د ګډو ځواکونو په عملياتو کي څلور تنه وسلوال طالبان ووژل سول

د ګډو ځواکونو په عملياتو کي څلور تنه وسلوال طالبان ووژل سول

دکندهار ولایت مقام په خپره سوې خبرپاڼه کښي ویل سوي دي چي پرون ماښام د کندهار ولايت په ميانشين کي د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کي څلورتنه وسلوال طالبان وژل سوي او يو تن ژوندی نيول سوی دئ.
خبرپاڼه لیکي چي افغان او بهرنيو ځواکونو ياد عمليات د دغه ولسوالۍ په عبدالرؤف نومي کلي کي تر سره کړي چي د عملياتو پر مهال ئې د وسلوالو مخالفينو سره وسلواله نښته هم کړې چي په ترڅ کي ئې څلور تنه وسلوال مخالفين وژل سوي او يو تن ژوندی نيول سوی دئ. په خبرپاڼه کښي راغلي چي دپرون شپې په عملياتو کي د سيمي خلکو ته هيڅ ډول ځاني او مالي زيان نه دئ اوښتئ.
خبرپاڼه زیاتوي چي د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کي د ژړۍ ولسوالي په تانګلي دره کي درې راکيټونو، ۱۰۰ مرمۍ، ۲ پيکا، يو کلاشينکوف، ۲۰ لاسي بمونه، يوه د هاوان مرمۍ او ځیني مختلف النوع ماينونه کشف او تر لاسه سوي دي.په خبرپاڼه کښي ویل سوي چي پرون ورځ د خاکرېز ولسوالۍ په ناصر نومې سيمه کي د ملي پوليسو پر ګزمه وسلوالو مخالفينو بريد کړی چي د جګړې په ترڅ کي يو تن وسلوال طالب وژل سوی او يو تن زخمي سوی دئ. وسله والوطالبانوپه دې اړه څه نه دي ویلي.