کور / تازه خبرونه / په خاکرېز کښي ددولت ضد څلوروسله وال ووژل سول

په خاکرېز کښي ددولت ضد څلوروسله وال ووژل سول

دکندهار ولایت مقام دمطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ویل سوي دي چي دافغان امنيتي ځواکونو له خوا د يو لړ عملياتو په ترڅ کي په خاکرېز کښي د دښمن څلور تنه وسلوال د يوه هوايي بريد په وسیله له منځه وړل سوي دي. په خبرپاڼه کښي دیادي ولسوالۍ دعملیاتو ځای نه دئ ښوول سوي خو چارواکي وايي چي یاد عمليات د خاصو افغان امنيتي ځواکونو له خوا سهار شپږ نيمي بجې تر سره سوي چي د دښمن د څلورو تنو جنګياليو د وژلو تر څنګ درې کلاشنکوفونه، درې موټرسايکلونه او يو دوربين د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلی دئ.
همدارنګه خبرپاڼه زیاتوي چي د معروف ولسوالۍ په عالي جرګه نومي سيمه کښي ډيورنډ کرښي ته څېرمه د افغان سرحدي ځواکونو له خوا دښمن ته کمين نيول سوی ؤچي په ترڅ کي ئې د دښمن څلور تنه وسلوال وژل سوي، يو موټر سايکل څلور کلاشنکوفونه د افغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي.
دکندهار ولایت مقام دخبرپاڼي له مخي د يادو غبرګو پیښو پر مهال افغان امنيتي ځواکونو ته هيڅ مالي او ځاني زيان نه دئ اوښتی. وسله والو طالبانو تر دې مهال دپیښي په اړه څه نه دي ویلي.