کور / تازه خبرونه / د ترافيکي اصولو د نه مراعتولوموټر چلوونکي نقدي جريمه سول

د ترافيکي اصولو د نه مراعتولوموټر چلوونکي نقدي جريمه سول

د کندهار د ترافيکو مديريت مسوولين وايي چي په دې وروستيوکښې هغه موټر چلوونکي چي تر ټاکلي حد زيات بار به ئې وړئ او ځيني نور چي ترافيکي اصول به ئې نه مراعتول، نقدي جريمه کړي دي.
د کندهار د ترافيکو مدير احمدالله خان وايي، دوی په اوونۍ کښي دوه واره د ترافيکو او امنيې قوماندانۍ د کشفي مسوولينو په مرسته سره ياده پروسه اجراکوي. داحمدالله خان په وینا،تر اوسه پوري يو لک او څلوېښت زره افغانۍ د مستوفيت له لاري د دولت عوايدو ته تحويل سوي چي ددې لړۍ په مرسته به په ښار کښي د ترافيکي اصولو د نه مراعتونکو کسانو شمېر ډېر کم سي.
تر دې وړاندي ډېر مهال د باروړونکو موټرانو د زيات بار وړولو له امله د لويو لارو تر څنګ د ښار ډېري لاري زيانمني سوي وې خو ترافيکي مسوولين وايي چي له دې وروسته به هيڅ موټر ته تر ټاکلي حد زيات د بار وړولو اجازه ورنه کړي. په کندهار کښي ځیني باروړونکي موټروانان وايي چي دغه قانون پرټولو موټرچلوونکو باندي په عادلانه ډول نه عملي کیږي ځکه چي ځیني موټر چلوونکي دغیر قانوني پیسوپه ورکولو سره نه مجازات کیږي.