کور / تازه خبرونه / شخصي دښمني څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړول

شخصي دښمني څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړول

په کندهار کښي د يوې شخصي دښمنۍ له اسیته دوه عام خلک وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
ياده پېښه د کندهار ښارد لسمي امنيتي حوزې دشرکت مېوې په يوه رهنمايي معاملاتو کښي رامنځ ته سوې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ د تحقيقاتي ډلي د لومړنيو معلوماتو پر اساس، دغه پېښه له دولت سره هيڅ تړاو نه لري ځکه چي د څو کسانو تر منځ د شخصي شخړۍ له امله رامنځته سوې ده.
پوليس وايي چي په رهنما کي پر ناستو کسانو د نامعلومو موټر سايکل سپرو له خوا ټکان سوي او په رهنما کي ناست څلور تنه ئې ويشتلي چي دوه تنه د پېښي پر مهال وژل سوي، دوه تنه نور ټپيان سوي او ژر ئې ميرويس روغتون ته د درملني لپاره وړي دي چي اوسمهال ئې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دئ.
د امنيې قوماندانۍ د تحقيقاتي ډلي مسوولين وايي چي د يادي پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي او تمه لري چي ډېر ژر به د پيښي عاملين ونيسي او په دې اړه به پوره معلومات او ټول حقايق رسنيو ته وړاندي کړي.