کور / تازه خبرونه / كندهار:سوداګرۍ خونه ،جاپان انارخوش كړي اوغواړي يې

كندهار:سوداګرۍ خونه ،جاپان انارخوش كړي اوغواړي يې

په كندهاركې دسوداګري اولاسي صنايعودنړيوالي خوني مشروايې چې دتازه ميوودنړيوال بازارموندني لپاره يې لاله وړاندي له ځينوبهرنيوهيوادونوسره خبري كړي اويوازي دجاپان  هيواددووخصوصي كمپنيوورڅخه ددوه سوه ټنه اناروغوښتنه كړې .


نوموړي وايې چې تيركايې هم په پراخه كچه دنړي تربيلابيلوهيوادونوپوردكندهاروچې اوتازه ميوې رسولي اودوى يې له ماركيټ څخه راضي دي .


دكندهاردسوداګرۍ اولاسي صنايعودنړيوالوخوني ريس ماماعبدالرازق زياته وي چې سږكال زياته هڅه كوي چې دنوروكلوبرعكس خپل توليدات پريوه لاس تربهرنيوماركيټونوپوري ورسوي .


نوموړي زياته وي چې اوس پخپله افغان سوداګروداوړتياپيداكړې چې پرنړيوال معياربرابردميووپكينګ وكړي .


دسوداګري اولاسي صنايعودنړيوالي خوني مشر له هغوليدنوڅخه معلومات وړاندي كول چې دلندوميودبازارموندني لپاره يې له نړيوالوسوداګروسره كړي وې .


دكندهاردسوداګرۍ اولاسي صنايعومسئولين زياته وې چې تيركلونه به افغاني وچې اولندې مېوې دبهرنيوهيوادونوپه نامه  ترنړيوالوبازارونوپوري رسېدې ،خواوس يې هڅي ګړندۍ كړي چې په كورددننه يې دوى پكينګ هم وكړي اودافغانستان په نامه يې په مستقيمه توګه ترنړيوال  بازارپوري ورسوي .


ماماعبدالرازق له هغه څه څخه يادونه كوي چې دافغانستان پروچو صادراتوباندي يوازي دپيكينګ په وجه  بهرني هيواد تقدريرنامي ترلاسه كړې .


دسودارګرۍ دخوني مسئولين وايې چې په نړيوال بازاركې ځينوهيوادونودافغاني مېوودتودهركلي په وجه ددوى ټكس هم معاف كړي دي .
ماماعبدالرازق وايې چې په امريكاكې يې هم ترټولوغوره ماركيټ پيداكړي چې دوى تيركال په سل ګونوكيلواناردغه هيوادته صادركړي .


دبهرنيوسوداګروله لوري په ټيټه بيه له كرونده ګروڅخه دمېوورانيول هم سوداګر يوه جدې ننګونه بولي اووايې چې ددې ستونزي دلمنځه وړلولپاره يې سږكال زياته هڅه كړي چې پريوه لاس تراصلي بازارپوري يې دوى پخپله ورسوي .


دم ګړي افغاني مېووله تيروپنڅوكلونوراهيستي په نړيوال بازراكې دسوداګروپه باورمناسب بازارپيداكړي .


زياترسوداګرپه دې باوردي چې كه دكرونده ګروستونزوته پاملرنه وسي نوپه ډيرلږوخت كې به دپام وړنورپرمختګ هم پكې ترسترګوسي .


دمېووساتلولپاره دكافي مركزونونشت والي ،دسماوي اونوروافتونوپه وړاندي دكرونده ګروتيارى اودې ته ورته نوري ستونزي كرونده ګرهغه څه بولي چې دوى يې تل زيان من كړي دي .


ملي سوداګروړانديزكوي چې كه دولت دكرونده ګرولپاره خاص تدابيرپه نظركې ونيسي نونه يوازي داچې ځمكه وال به له زيان څخه ژغورل سوي وي نوله بلي خواڅخه به يې دمېوپرزيات والي هم ښه اغيزه كړي وي .