کور / تازه خبرونه / په هلمند کي د بي بي سي خبريال ووژل شو

په هلمند کي د بي بي سي خبريال ووژل شو

شاعر، ليکول ، ژورناليست او د هلمند دپاره د بي بي سي خبريال عبدالصمد روحاني د نامعلومو کسانو له خوا په شهادت ورسېد .


له هلمند څخه ازاد خبريال عزيز الله شفيع لراوبرويبپاڼي ته په يو تليفوني تماس کښي د نوموړي د کورنۍ له خولې وويل چي : نوموړی پرون د نامعلومو کسانو له خوا د کور څخه و ايستل سو او جسد يې نن د هلمند په بولان کښي موندل سوئ دئ .


عزيز الله شفيع زياته کړه چي د نوموړی پر سر په ۳ مرميو ويشتل سوی په داسي حال کي ويشتل سوی دی چي پښې او لاسونه يې ورته تړل سوي وو، نوموړی وايي چي د ځوانيمرګ روحاني جسد يې مخي ته پروت دی او دوی هيڅ نه پوهيږي چي دا کار به د له خوا ترسره سوئ وي .


د اروا ښاد عبدالصمد روحانی وژنه په افغانستان کې د ننه او بهر د ګڼو ادارو او د ژورنالستانو د ټولنو له خوا غندل شوی.


د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو او د سویلي اسیا سفما ټولنو د عبد الصمد روحاني وژنه نن په کابل کې وغندله. 


د خپلواکو ژورنالستاتو د ټولنې مشر، رحیم الله سمندر، وايي چې صمد روحاني، لومړی په سر ویشتل شوی او بیا د چاقو ګانو په وسیله ذبحه شوی . خو هغه کسان چي د شهيد روحاني جسد يې ليدلی دی دا خبره نه منی چي ګواکي روحاني دي حلال سوی ، يا يې غاړه پرې سوې وه ، هغوی وايي چي د روحاني د جسد څنګته يوه چاړه او د سګريټو فلټرونه پراته وو، له دې معلوميږي چي له روحاني سره تر وژل کېدو مخکي په تړل سوو پښو او لاسونو خبري اتري هم شوي دي ، ښايي د هغه د غاړي پرې کېدو هڅه به هم شوې وي خوهغه درې مرمۍ ويشتل سوي دی .


ارواښاد روحاني سپين ږيری پلار ، بودۍ مور ، دوې مېرمني او دوه ماشومان تر شا پرېښودل  .
د يادوني وړ ده چي عبدالصمد روحاني ته تر دې مخکي څو ځله د وسلوالو د مرګ ګواښونه سوي وه ،په کابل کې د بي بي سي راډیو د دفتر مسول اسمعیل سادات وویل چې عبد الصمد روحاني ورته څو ځلې ویلي وو چې ګواښل شوی .


د بي بي سي پښتو څانګي وياند ايمل پسرلي وويل چي پروسږکال هم وسله وال کسان دده کور ته ورغلي وو ، خو هغه مهال روحاني کابل ته تللی و .


د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د عبدالصمد روحاني د وژل کېدو په اړه وويل چي دوی له روحاني سره هيڅ ډول ستونزه نه لرله . د اطلاعاتو او کلتور وزارت او جمهوري رياست هم د روحاني پر مړينه د خواشينۍ څرګندونه کړې ده ، دا لا معلومه نه ده چي عبدالصمد روحاني چا  او د څه لپاره وواژه .