کور / اسلامي / د قيامت په ورځ به د الله ج …٦٣م ورځنى حديث

د قيامت په ورځ به د الله ج …٦٣م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (د قيامت په ورځ به د ا لله پاک تر سايې لاندي….)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٦٣مه برخه پر له پسې لړۍ

أین المتحابون بجلالی؟ الیوم أظلهم فی ظلی یوم لا ضل إلا ظلی» [رواه مسلم]

له ابو هریره رضي الله تعالى عنه څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د قیامت په ورځ به الله تعالی اعلان وکړي، چیري دي هغه خلک چي زما په خاطر ئې یو له بل سره محبت کاوه ( دوستي ئې کوله ) نن ورځ چي د سیوري هیڅ درک نسته زه به هغوی ته د خپل سیوري لاندي ځای ورکړم.
صحیح المسلم، ج ۴ ، ص ۱۹۸۸