زابل دماین چاودنی نهه ملکي کسان مړه اوټپیان کړل
جاويد احمد تنوير
په زابل کی دماین یوي چاودني نهه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله ، چاودنه تیره ورځ ددزابل ولایت دباکرزویو په سیمه کی هغه وخت رامنځ ته شوه چی دملکي کسانو یوسراچه ډوله موټر دسړک غاړی پر ښخ شوی ماین برابر شو ، دزابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار وایی په چاودنه کی دمسجد دیوه ملا امام او دریو ښځو په ګډون شپږ کسه وژل شوی او دري ټپیان دی نوموړی وایی ټپیان کندهار ته لیږدول شوی او روغتیایی حالت یی داندیښنی وړ دی ، رسولیار وایی دغه کسان تیره ورځ مرکز قلات ته ددوستاو دپوښتني په موخه روان وه چی دماین سره مخامخ شول او خپل ژوند یی دلاسه ورکړ ، نوموړی زیاتوی چی ماین په سیمه کی طالبانو تاره ځای پرځای کړی وه دهغه په خبره دپیښه په تړاو څوک ندی نیول شوی خوددويي پلټني رواني دی ددغه چاودني پړه چا پرغاړه نده اخستي