کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد توریالی ځاځی د مړینی په مناسبت

د ارواښاد توریالی ځاځی د مړینی په مناسبت

د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام

نیټه:۱۷ عفرب ۱۳۹۲

په ډیری خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد نومیالی لیکوال، ژونالیست، شاعر او د جهاد او فرهنګ د ډګر وتلی شخصیت توریالی ځاځی ددی فانی نړی څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد توریالی ځاځی یو هیوادپال، ملی شخصیت وو همیش یی د ناخوالو سره مبارزه کړی او هیڅ زور ځواک ته یی د تسلیمی سرنه و ټیټ کړی اوتل مدام خپلواک شخصیت پاته سوی وو.
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی مشرتابه پلاوی او ټول غړی د ارواښاد ځاځی مړینه یوه لویه ملی او فرهنګی ضایعه بولی، خپل د خواشینی مراتب د دوی محترمی کورنی، دوستانو او فرهنګپالانو ته وړاندی کوی، ارواښاد ته د لوی خدای (ج) څخه جنت الفردوس ،کورنی او دوستانو ته یی جمیل صبر غواړی.

روح دی ښاد وی

الحاج غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر