کور / خبرتیا او پيغامونه / په جرمني کې دفاتحــــــــې خبرتیــــــــــا

په جرمني کې دفاتحــــــــې خبرتیــــــــــا

بســـــم الله الرحمن الرحيـــــم

انالله وانـــــــــــااليـــــــــــــه راجـــــــــــــعون
ډاکترجان محمد پکتیا وال ورور، ګل اکبر احمدزی، غفاراحمدزی، برات احمدزی، ولي خان احمدزی، سرداراوسلطان احمدزی زامن، فاروق عیسی خېل خوریی اوعبیدالله پکتیاوال وراره دخدای بښلې حیات بي بي دمړینې له کبله چې جنازه یې په لویه پکتیاکې خاوروته سپارل شوې فاتحه یې دجرمني په مونشن ښاردمیرویس نیکه په جامع جومات کې د راروانې یکشنبې په ورځ چې دنومبر له لسمې نېټې سره سمون خوري دماسپښین له یوې بجې تردریو بجو پورې دقران عظیم الشان له ختم سره یوځای ترسره کېږي.
ستاسو راتګ به دمرحومې د اروا خوښي اوکورنۍ ته یې دتسلیت سبب وګرزي قدمونو مو زموږ په لېمو.
پتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
Machtlfingerstrasse 10
U-Bahn 3
80379 München
دمختل فنګ سیمه دجرمني دمونشن ښارپه سوېل کې پرته ده
دلا زیاتو مالوماتو لپاره له لاندې شمېرو څخه کار اخیستلای شئ:
0179-891-998
089-66662879