کور / خبرتیا او پيغامونه / د نيمي پېړۍ د استاد غلام محمد خان پر مړينه د کندهار والي د خواشينۍ پيغام

د نيمي پېړۍ د استاد غلام محمد خان پر مړينه د کندهار والي د خواشينۍ پيغام

١٧،٠٨،١٣٩٢
په ډېر غم او خپګان سره مي يو ځل بيا خبر تر لاسه کړى چي پر معارف او پوهه باندي مين، يو بل افغان بچى او د نيمي پېړۍ استاد غلام محمد خان له دې فاني نړۍ وکوچېدى. انا لله و انا اليه راجعون.

د مرحوم استاد مړينه په عمومي توګه د افغانستان او په خاصه توګه د کندهار ولايت د پوهني په ډګر کي يوه ډېره لويه او نه جبرانېدونکې ضايعه ده چي د ډېر وخت لپاره به محسوسه وي.

کندهار ولايت مقام استاد غلام محمد خان ته د فردوس جنت، د هغه حاميانو، شاګردانو، دوستانو او اهل بيتو ته د الله له درباره د زړه صبر غواړي. ولايت مقام په دغه درانه غم کي د ټول کندهاري ولس په استازيتوب، ځآن په دغه غم کي شريک ګڼي او د مرحوم کورنۍ ته خپل د تسليت مراتب وړاندي کوي.

کندهار او دلته مېشت قومونه، په خاصه توګه د معارف د کور غړي به همېشه د مرحوم استاد هغه خدمتونه او ستړياوي چي ددې خاوري د بچيانو په روزنه او تربيه کي يې ترسه کړي ياد ساتي او تل به ورته په احترام قايل وي..

استاد غلام محمد خان پوره نيمه پېړۍ د هيواد د بچيو روزني ته اختصاص کړې وه او د کندهار په مکاتبو کي د ساينسي علومو استاد پاته سوى او په دې برخه کي يې په ډېر خلوص سره دې خاوري ته تکړه او په کار پوه کسان وروزل.

د استاد غلام محمد خان لويه هيله داوه چي د پوهني بهير وده وکړي او په څنګ کي ورسره د روغتيا سکتور قوي سي څو نوري ميندي په زېږون کي ونه مري او وکولاى سي چي خپل اولادونه ووينې.

مرحوم استاد د ژوند په وروستيو کي د کندهار ولايت په معارف کي د تغيراتو او نوښتونو څخه خوښ و، خو په عين حال کي د معارف د سويې د ټيټېدا څخه ويره او اندېښنه درلوده.