کور / تازه خبرونه / افغانستان: د برتانوي پوځيانو مړي سلو ته ورسېده

افغانستان: د برتانوي پوځيانو مړي سلو ته ورسېده

د برتانيې د دفاع وزارت له خوا په يوه خبرپاڼه كي ليكل سوي چي له ۲۰۰۱ كال راهيسي د افغانستان په تروريزم ضد جنګ كي سل برتانوي پوځيان وژل سوي دي.


برتانوي دفاع وزارت وايي دغه شمېره له ۹۷ تنو څخه هغه وخت سلو ته وختله، چي د يكشنبې په ورځ پرې په هلمند كي طالبانو ځانمرګى بريد وكړ.


د دفاع وزارت په افغانستان كي د وژل سويو پوځيانو له كورنيو سره همدردي ښودلې او ويلي يې دي، چي د دوى زامنو په افغانستان كي د ديموكراسۍ د پايښت دپاره خپل ژوند قربان كړ.


برتانيه په افغانستان كي ۷۸۰۰ پوځيان لري چي اكثره يې په هلمند ولايت كي د ناټو تر قوماندې لاندي د طالبانو سره جنګ اخته دي.