نوري المالكي: له اېرانه هيڅ خطر نه حسوو

د لراوبر اداره | جون 9th, 2008


اېران ته د عراق صدراعظم د خپل سفر پر وخت وويل، هيواد يې له اېران څخه هيڅ راز خطر نه احساسوي.


نوري المالكي چي تر دې مخكي هم دوه ځله اېران ته په رسمي سفر تللى و، وويل چاته به اجازه ورنكړي چي د عراق له خاوري پر اېران يرغل وكړي.


د چارو كتونكي په دې نظر دي چي د المالكي دا خبري د اېراني جمهور رئيس محمود احمدي نژاد  هغو اندېښنو ته جواب دئ، چي د خپل هيواد په اړه يې په عراق كي د مېشتو امريكايي عسكرو له سته والي څخه لري.

Copyright Larawbar 2007-2024