کور / تازه خبرونه / برېښنا نسته، په ژمي كنګل وو، په دوبي سوځو

برېښنا نسته، په ژمي كنګل وو، په دوبي سوځو

سره له دې  چي د كندهار ښاريان پرله پسې غوښتني كوي او دولتي چارواكي ورسره غوړي ژمني كوي، خو په كندهار كي لا د برېښنا ستونزه هماغسي ناحله پاته ده.


كندهار ښاريان وايي نه يوازي دا چي په دې اووه كاله يې د برېښنا مزه نسته، بلكي د طالبانو د مفلسه حكومت څخه ورپاته برېښنا هم ځني اخيستل سوې ده.


په شابازار كي پر تړه ناست يوه ځوان راته وويل، چي د ۳۸ هيوادونو پوځيان راپكښي پورته او كښته كېږي، خو د كجكي تر ولسوالي پوري د برېښنا سامان آلات نه سي رسولاى.


نوموړي چي خپل نوم يې عبدالرازق راوښاوه، ويل حيران يم په دې ګرانه ګراني كي مي كورنۍ له لوږي وژغورم  او كه يې د تيلو په زور له ګرمۍ وساتم.


په هرات دروازه كي تر ميرويس هوټل لاندي راسته كي ناست يوه سپين ږيري چي د شهيد مولوي عبدالفغار بريالي د اشعارو دېوان (اهاړ) ورته پروت وو، راته وويل د خداى (ج) اووه زره شكره چي طالبانو د كجكي برېښنا تر كندهاره راورسوله، كه نه وي له  اوسني حكومت  څخه خو مو  ولاكه په شل كاله نوره ليدلې واى.


له سپين ږيري بابا څخه مي په خندا وپوښتل: ((بابكه له يوې خوا دې سره اهاړ ته ناست يې او له بلي خوا دي د (اهاړ) په نوم شعري مجموعه درته ايښې،  ګرمي دي نه كېږي؟


بابا بېله دې چي له ځان سره فكر وكړي، راغبرګه كړه: ((زوروره هغه دي نه دي اورېدلي چي ګرمي په ګرمي ماتېږي)).


په همدې هرات دروازه كي يوه رېړۍ والا چي روميان يې پكښي خرڅول راته وويل، چي ماشومان يې په ژمي له يخه كنګل وه، او دوبي كي له ګرمي سوځي.


په داسي حال كي چي د طالبانو تر ړنګېدو وروسته د اوسني نظام اووم كال هم پر تېرېدو دئ، خو د كندهار ښاريان ګيله كوي چي له پراخو نړيوالو مرستو سره – سره بيا هم كال تر بله كاله د دوى د برېښنا ستونزي ډېرېږي.


د كندهار د برېښنا رياست چارواكي د ښاريانو دا مشكل  مني، خو وايي د كجكي ولسوالۍ د برېښنا بند ته د امنيتي ستونزو له كبله له بهره راوارد سوي سامان آلات نسي لېږلاى.


د يادوني وړ ده چي د كندهار والي نيژدې يوه مياشت دمخه د همېشنيو ژمنو غوندي په يوه نيمه مياشت كي د دې ستونزي د آواري ټټر وهلى و، خو ښاريان وايي چي پخوا به په ۲۴ ساعته كي ۶ ساعته برېښنا راتله، اما له هغه راهيسي چي والي صاحب ژمنه كړې په درې شواروزه مو هم برېښنا وي.