کور / شعر / دپڼو چغار

دپڼو چغار

سره ګلونه مړاوي کیږي چې بهار ځي


زړه مې سوځي چې مې اوښکې په رخسار ځي


رنګ مې ورځ په ورځ زیړیږ ي را ته ګوره


بې له تا نه زما روح  زما قرار ځي


په هر ول کې يي د څڼو زړونه بند دي


د بڼو غشي واریږ ي چې په  لا ر ځي


دلته شخړه دضدینو ناورین جوړ دئ


شنه توتیان له ګلستانه په چغار  ځي


طبیبان  يي په اعلاج کې پاتې راغلل


شي دزړه په رنځ اخته بیرته بیمار ځي


تاج په سر دلیونتوب کړه که پوهیږئ


چې نا پوه درله درځي درنه هوښیار ځي


دواعظ دروغ او رښتیا شوله څرګنده


(دپڼو چې تر مهراب پورې چغار ځي«


عاشقان به بریالئ غیږه په غیږ شي


چې ډګر دازموینې له په  وار ځي


خدمتګاربه يي نور څه نصیحت واوري


محتسب او  زاهد بار  له په تلوار ځي