يو تن وسله وال د ښځو په جامو کي ووژل سو

جان محمد مهربان | نوومبر 11th, 2013


د کندهار د نهمي امنيتي حوزې د توري بوري په سيمه کي پرون ماخستن مهال يو وسله وال کس چي د ښځو جامې ئې اغوستي وې، د پوليسو له لوري د گزمې پر مهال ووژل سو .
وژل سوي کس د پوليسو پر ګزمه لاسي بم غورځولى چي وروسته د پوليسو له لوري په جوابي ټکانو کښي له پښو غورځول سوی دئ.
د نهمي امنيتي حوزې مسوولين وايي، له ياد وژل سوي کس سره يې يوه توفنګچه او د پېښي په تور دوه تورن کسان هم نيولي دي چي په وينا ئې اوسمهال تحقیق ورڅخه کیږي.

Copyright Larawbar 2007-2024