نا معلومو وسله والو يوديني عالم په شهادت ورساوه

جان محمد مهربان | نوومبر 11th, 2013


دکندهار درسنیو دفتر وايي چي نن سهار مهال نا معلومو وسله والو چي پر موټر سايکل سپاره ول، د کندهار يوديني عالم شیهد کړ.
ياده پېښه د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کي هغه مهال رامنځته سوه کله چي ياد ديني عالم او ملا امام مولوي اغا د کور پر لور روان ؤ.
دکندهار چارواکي وايي چي د پېښي عاملين له سيمي تښتېدلي خو دوی ئې په اړه پلټني پيل کړي دي.
په دې ورستیو کښي په کندهار کښي پټي وژني زیاتي سوي دي که څه هم خبر ئې دمیډیاڅخه نه خپریږي. ددغسي پيښو څخه ورسته دکندهار عوام له ستونزو سره ځکه مخ سي چي پولیس پر یوه موټرسایکل دوو سپاریانو ته اجازه نه ورکوي. ددغه ډول پيښو عاملین اکثره وخت په تښته بریالي کیږي. دکندهار دولتي چارواکي وايي چي وسله وال طالبان ډېری مهال د خپلو وحشيانه او ظالمانه اعمالو په تر سره کولو حتی د رسول الله ص د وارثينو له شهيدولو هم درېغ نه کوي او په ډېر وحشيانه او ظالمنه ډول ئې په شهادت رسوي خو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024