کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد استاد نصرالله حافظ د مړینې له امله د پوهنې د وزیر د خواخوږۍ پیغام

د ارواښاد استاد نصرالله حافظ د مړینې له امله د پوهنې د وزیر د خواخوږۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پښتو ادب ځلانده ستوری، تکړه لیکوال، شاعر او د پوهنې د برخې فعال استاد نصرالله حافظ د ورپېښې ناروغې له امله له دې فانۍ نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

خدای بښلی حافظ، چې په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی و، د خپل ژوند ستره برخه یې پښتو ادب ته په کار او خدمت کولو تېره کړه. هغه د ادب په مختلفو برخو کې کتابونه لیکلي او د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون تکړه کارکوونکی پاتې شوی دی.

استاد حافظ ددې ترڅنګ د پوهنې د برخې تکړه استاد او د نصاب د کتابونو لیکوال او هغو کتابونو ته د شعرونو او نظمونو لیکونکی هم و. خدای بښلي حافظ د هیواد د درد، رنځ او افغاني احساس په اړه ادبي او په هیواد کې د پوهنې د ودې او روڼتیا د رامنځته کېدو په اړه علمي لیکنې کولې.

مرحوم نصرالله حافظ له تېرې اوږدې مودې راهیسې د ناروغۍ له امله ځورېده او بالاخره یې تېره (د پنجشنبې) شپه د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې فانۍ نړۍ ولاړ.

استاد حافظ که څه هم په خپلو تلو سره د افغانستان په ادبي او علمي برخه کې یوه ستره تشه تر شا پرېښوده، خو ترڅنګ یې یوه بډایه علمي او ادبي پانګه هم پریښې، چې دده چاپ شوي او ناچاپه اثار دي.

موږ په داسې حال کې، چې د مرحوم استاد وفات د هیواد عملي او ادبي برخې ته نه جبیره کېدونکې ضایعه بولو، له لوی خدای ج څخه ورته د جنت هیله کوو او خپلوانو او کورنۍ ته یې سترصبر او جمیل اجر غواړو.

په درناوي

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست