کور / خبرتیا او پيغامونه / د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام

د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام

د ارواښاد استاد نصرالله حافظ د مړینی په مناسبت
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام

کابل – افغانستان
۲۳ عقرب ۱۳۹۲ / ۱۴ نومبر ۲۰۱۳

په خورا خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد نومیالی شاعر، وتلی ژورنالیست او پیاوړی لیکوال استاد نصرالله حافظ د ۸۲ کلونو په عمر د دی فانی نړی څخه د ابد دپاره سترګی پټی کړی.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد استاد حافظ یو هیوادپال، خدمتګار او فرهنګی شخصیت ؤ چی د خپل ژوند ډیره برخه یی و ښونیز او مطبوعاتی چارو ته په خدمت تیر کړی وه.
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی مشرتابه پلاوی او ټول غړی د ارواښاد استاد حافظ مړینه یوه لویه فرهنګی ضایعه بولی او خپل د خواشینی مراتب د دوی محترمی کورنی، دوستانو او فرهنګیانو ته وړاندی کوی.
ارواښاد ته د لوی خدای (ج) څخه جنت الفردوس، کورنی او دوستانو ته یی جمیل صبر غواړی.
روح دی ښاد وی

الحاج غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر