کور / خبرتیا او پيغامونه / د استاد نصرالله حافظ پر مړينه د عبدالجبار نعيمي د خواخوږۍ پيغام

د استاد نصرالله حافظ پر مړينه د عبدالجبار نعيمي د خواخوږۍ پيغام

په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهېواد پياوړي شاعر،سترنوميالي
ليکوال او استاد نصرالله حافظ تيره شپه دنوي کالونو په عمر له دې فاني
نړۍ سره دتل لپاره خداى پاماني وکړه.
انالله وانااليه راجعون
اروښاد استاد نصرالله حافظ په ١٣١٠لمريز کال کې دننګرهار ولايت دچپرهار
ولسوالۍ په يوې متتدينې ،روښنفکره اودرنې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې
پرانيستې وې. اروښاد استاد دخپل عمر په اوږدو کې په بېلابېلو ادارو کې
دخپل ولس ،هېواد او تاريخ لپاره غوره او نه هيريدونکي خدمتونه ترسره کړل
او دخپل هېواد دفرهنګي ،ادبي ،تاريخي او علمي پانګې دبډاينې په لاره کې
يې خپل ولس او راتلونکونسلونو ته ستره پانګه په ميراث پرښوده.
استاد حافظ دڅو اړخيزه غوره شخصيت ،ښو اخلاقو ،لوړ استعداد ،ژور فکر او
لوړو موخو درلودونکى زړه سواند لارښوونکى وو تل يې ځوان نسل ښوونې او
روزنې ته هڅوولواو هم يې دخپل خوږ شعر په ژبه دولسونو په منځ کې
دهېوادپالنې پيغامونه خلکوته استول له ارواښاد څخه غوره معنوي پانګه په
ميراث پاتې شوه ،ګڼ شمير کتابونه يې چاپ شوي او ګڼ شميريې ناچاپ پاتې دي
چاپ او ناچاپ اثار يې زمونږ دټولنې او ولس غوره سرمايه ده.
زه دخوست ولايتي ادارې ،ولسونو ،ليکوالانو ،فرهنګپالانو او کلتوري
بنسټونو په استازيتوب خپل دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب داروا ښاد
کورنۍ ،دوستانو ،همفکرانو ،دهېواد ټولو ليکوالانو او فرهنګيانو ته وړاندې
کوم ،دنوموړي مړينه دهېواد او ولس يوه ستره ضايعه بولم ،ارواښاد ته
دفردوس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبر غوښتنه کوم.
روح يې دې ښاد وي
عبدالجبآرنعيمي