کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد استاد نصرالله حافظ پر مړينه د انجنیرعبدالقادرمسعود پيغام

د ارواښاد استاد نصرالله حافظ پر مړينه د انجنیرعبدالقادرمسعود پيغام

دخواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام
بیا زموږ د پښتو ادبیاتو په معاصر تاریخ کې د ویر او ماتم غږ راپورته شو. یو دروند، قدرمن او نوښتګر لیکوال او شاعر ارواښاد استاد نصرالله حافظ په کابل کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ :
انالله وانا الیه راجعون
د پښتو ادب په ګلبڼ کې ( ارواښاد نصرالله حافظ ) هغه غوړیدلې ، سمسور، تازه او ښیرازه ګل و، چې د خپل لوړ ذکاوت ، او څپاند هنري او ادبي استعداد په وسیله یې د شعر په اسمان کې داسې ستورو ته لاس غځولې و، چې د ده ښکلي او اغیزمن شعرونه زموږ د هیواد د ادبیاتو په تاریخ کې څرګنده او ځلانده بیلګې دي . د ده منظوم او منثور آثار د مضمون، محتوا او فورم له مخې د پښتو ادب او شعر په بڼ کې ارزښتمن، ګټور، رنګین او په زړه پوري ملي ، ادبي او هنري شتمنې شمیرل کیږي .
د ارواښاد استاد نصرالله حافظ دروند او ویاړلی نوم زموږ د پښتوادب اوهنر په رنګینه نړۍ کې د تل لپاره ژوندی، نه ورکیدونکې او نه هیریدونکې دی .
زه د ارواښاد نصرالله حافظ صاحب د مړینې په مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، د ده درنې کورنۍ ، خپلوانو او د ادب مینه والو ته د زغم، صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم .
اروا دې ښاده وي .
په ډیر درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود