کور / اسلامي / هغه نېک اعمال چي تر مرګ وروسته…٦٩م ورځنى حديث

هغه نېک اعمال چي تر مرګ وروسته…٦٩م ورځنى حديث

موضوع : ورځنى حديث (هغه نېک اعمال چي تر مرګ وروسته….)
ليکوال: حکمت الله کندهارى او عطاء الله محمدي
خپرندوى: د لراوبر ويب پاڼي د کندهار د اسلامي نشراتو څانګه
لړۍ : ٦٩مه برخه پر له پسې لړۍ

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چي د مؤمن تر مرګ وروسته هغه نېک اعمال چي ده ته ور رسېږي، هغه علم دئ چي ده خپله زده کړ او نور ته ئې ور وښاوه. هغه نيک اولاد چي د ده تر شا پاته وي، يا ئې قران کريم په ميراث کي پرې ايښى وي، یا ئې هم مسجد جوړ کړى وي، یا ئې مسافرخانه جوړه کړې وي، یا ئې واله ( وياله) جاري کړ، او یا ئې هم په تندرستۍ او ژوند کي د خپل مال څخه داسې صدقه ورکړې وي چي تر مرګ وروسته ئې ثواب ورته رسېږي.
(ابن ماجه عن ابي هریرة رض)