کور / هراړخیز / هېواد څنګه پاللی شو؟

هېواد څنګه پاللی شو؟

ددې لپاره چې ټولو هیواد والو او په ځانکړي ډول ځوان نسل خپل هیواد له پوره معنا سره پیژندلی وي، همدارنګه د هغه ارزښتونو ته په پام سره ورته درناوی ولري، نو ښه دا ده چې د خپل وطن، اسلام او کلتور د مینې په روحیه یې ذهنیتونه ښایسته شي.
دغه فرهنګ چې باید ټول د خپلې خاورې سره مینه ولري، د هر ځوان محصل په رګونو کې وځغلي. د خپل هیواد د ساتنې، ملي یووالي او پرمختګ لپاره رښتیني و اوسي او هر یو د افغان په حیث د مسوولیت داسې احساس وکړي، چې افغانستان د افغانانو کور دی او ددغه کور ساتنې ته په صادقانه توګه ژمن دي. خو مخکې له دې چې پر هیواد پالنه یا وطندوستۍ باندې خبرې وکړو، ښه دا ده چې په سر کې هیواد تعریف شي.
هیواد څه ته وايي؟
د هیواد لغوي معنا: استوکنځای، زیږیدنځای او یا د خلکو یا لوی ولس د اوسیدو ځای.
خو په تعریف کې يې د نظر اختلاف دی، ځینې حقوق پوهان وايي: د یو انسان هیواد له هغه ځای څخه عبارت دی، چې هلته له پیړیو راهیسې ژوند کوي. ځینې نور بیا په دې عقیده دي: که وغواړو یو ځای ته هیواد ووایو، نو یوازې ژوند کول هلته کافي نه دي، بلکې سړی باید د هغه ځای سره طبیعي یا قراردادي اړیکه ولري. لکه، هلته زیږیدلی وي او د هغه ځای اداب، دودونه، اخلاق او حقوق يې منلي وي.
یو انسان له هغه ځای سره چې هغه هلته ژوند کوي، پوره نسبي اړیکه لري. هر څومره چې د یو انسان د طبیعي شتون ریښې په یو ځای کې پیاوړې وي، هومره له طبیعي او رواني پلوه د هغه شخص اړیکې له هغه ځای سره ژورې وي. دا یوه واضحه او طبیعي مسأله ده، که هر څنګه یو انسان د رواني، حقوقي، علمي او اجتماعي شخصیت له پلوه له خپل پلار او مور څخه لیرې وي، بیا هم هغوی ته د خپل وجود د سرچینې په عنوان ګوري. همدغسې هغه ځای چې د یو چا لپاره اصلي هیواد یادیږي او د هغه د رامنځته کیدو ریښې هملته وي، نو که هر څومره له هغه هیواده لیرې وي، بیا هم په زړه کې ورته مینه احساسوي. چې دغه مینه له وطن نه بهر خلک ډیره ښه احساسوي.
هیواد د یو ملت تاریخي، فرهنګي او مذهبي جغرافيې حدود ټاکي او هغه ولس ته چې پکې ژوند کوي، د یو ستر ملي هویت ارزښت وربخښي. په دې اړه افلاطون ویلي: (هیواد د انسان په هویت ټاکلو کې لومړنی ځای دی، ځکه خو يې ژوند پر هیواد پورې تړاو لري).

حب الوطن (هیواد پالنه)
دا یوه عربي کلمه ده، چې (حب) د مینې او (وطن) د هیواد په معنا دی، یعنې هیواد پالنه یا وطندوستي.
دلته اوس پوښتنه همدا ده چې وطندوستي یعنې څه؟ له حقوقي پلوه وطندوستي هغه ده چې، یو څوک په یو هیواد پورې تړلی وي او هغه ته وفادار وي. یا په پل عبارت، وطندوستي هغه ملي احساس دی، چې له هیواد سره د مینې او اخلاص په خاطر را پیدا کیږي.
وطندوستي تش په نوم او شعار سره نشي تلقي کیدای، دا هغه سپیڅلې مینه ده، چې د هیواد ملي هویت او تاریخ، دین، کلتور او ارضي تمامیت پکې خوندي دی. پرته له دې چې زړه پاک نه وي او د زغم او اخلاص وړتیا پکې نه وي، هغه دا مینه نشي پاللی.
هر هیواد پال انسان د خپل هیواد په وړاندې مثبت فکر لري او هڅه کوي، چې د خپل هیواد تاریخي او فرهنګي جغرافیې په اړه زیات معلومات تر لاسه کړي، څو وتوانیږي، دوست له دښمن نه او حقیقت له درواغو نه جلا کړي.
یو وطندوست انسان هیڅ وخت دا فکر نه کوي، چې نژاد یا قوم یې تر نورو غوره دی او د نورو نژادونو وګړي د درناوي وړ نه دي. هغه سره له دې چې ټول بشریت او په ځانګړي ډول د خپل هیواد نورو وګړو ته احترام کوي، د هیواد په هر نژاد، ژبې، فرهنګ او تاریخ باندې ویاړي او هغو ته د ارزښت ورکولو او ژوندي ساتلو په برخه کې ډیر زیار باسي. په پایله کې دا ډاډ تر لاسه کیدای شي چې، هیواد به د تفرقې او تبعیض له ناروغۍ نه په امن وي، ملي هویت به خوندي وي، د بهرني یرغل ویره به شتون ونلري او د یو سوله ییز ثبات په فضا کې به ټول وطنوال ژوند ته دوام ورکوي.
په دې اړه به د الفت صیب لاندنی بیت د پیغام په رسولو کې کافي وي:
په انسان کې تفاوت دی د معنا په لحاظ واړه لګیا دي ځینې ځان ځینې جهان جوړوي
د یو وطندوست انسان ځینې مهمې ځانګړنې:
– د هیواد ټولو قومونو ته درناوی لري.
– سره له دې چې د هیواد قوانینو ته درناوی کوي، د تحقق لپاره یې له مبارزې نه هم مخ نه اړوي.
– ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
– د نژاد پرستۍ او تبعیض په ناروغۍ نه وي ککړ.
– د هیواد هر څه خپل ګڼي او له نورو نه هم همدا تمه لري.
– د ملي ګټو، عامه شتمنۍ او خپلې خاورې ساتنې ته ژمن وي.
– ملي تولیداتو ته پوره ارزښت ورکوي.

د هیواد پالنې ارزښت
په دې اړه باید لږ دقیق فکر وشي، هیڅ مثبت عمل به نه یوازې بې ارزښته نه وي، بلکې د پښیمانۍ لامل هم نه ګرځي. کله چې انسانان د خپل هیواد ټولو ارزښتونو ته درناوی کوي او بلاخره د ملي یووالي او پیاوړي ثبات لامل ګرځي، نو په زغرده د ویلو وړ ده چې هیواد پالنه یا وطندوستي یو ډیر با ارزښته عنصر دی. دا نه یوازې د ملي یووالي په برخه کې مهمه ونډه لري، بلکې د بشپړې خپلواکۍ، سالمې ادارې، پاک چاپیریال او همدارنګه د پرمختګ په برخو کې ستر رول لوبوي.
د ملي یووالي او خپلواکۍ په برخه کې، له انګلیسانو او روسانو سره د افغانانو کلک مقاومت او د ازادۍ تر لاسه کول، د وطندوستۍ یوه ستره نمونه ده، چې د تل لپاره به د تاریخ پاڼې ورباندې رنګینې وي.
اوس چې زموږ د هیواد اداره، چاپیریال او پرمختګ له ګڼو ستونزو سره مخ دی، علت یې همدغه د وطندوستۍ نه شتون دی. تر هغو چې په خلکو کې دغه انګیزه پیاوړې نشي او په رښتینې توګه هیواد او ملي ګټو ته ژمن ونه اوسي، په یادو برخو کې به د ستونزو له منځه وړل ناشوني وي.
وطندوستي د اسلام او منطق له پلوه
داسلام له پلوه: لکه څنګه چې وطندوستي یوه عامه مفکوره ده او تر ډیره پورې د انساني اصولو پر بنسټ ولاړه ده، نو د اسلامي احکامو له چتر نه هم په واټن کې نه ده واقع شوې.
په دې اړه په قران کریم کې په ښکاره راغلي: (واذ اخذنا میثاقکم لا تسفکون دمائکم و لا تخرجون انفسکم من دیارکم. مائده ۳۳) ژباړه: یاد کړئ هغه وخت، چې موږ له تاسو نه ژمنه واخیسته، چې یو د بل وینې به نه بهوئ او یو بل به د هغوی له کور یا هیواده نه وباسئ.
په پاسني آیت کې خطاب هغه ملت ته دی چې په یوه سیمه کې ګڼې قبیلې ژوند کوي، هغوی هره قبیله یوه پر بله باندې ځانونه لوړ ګڼي او یوه پر بله باندې ظلم او تیری کوي، چې په نتیجه کې یو بل وژني او کمزورې ډلې دې ته اړ باسي، چې خپل کور یا هیواد پریږدي.
له دې نه دا په څرګند ډول ثابته شوه چې اسلام د قوم یا نژاد پرستۍ پر خلاف او د بشریت پالنې او وطنپالنې په ملاتړ دی.
حضرت سرور کاینات فرمايي:
ایمان له درېیو برخو جوړ دی:
– اصول، فروع او شرعي احکام.
– اسلامي اخلاق.
– وطندوستي.
په دې اړه یو بل ډیر معروف حدیث دی چې وايي: ( حب الوطن من الایمان) وطندوستي د ایمان یوه برخه ده.
دې ته ورته حضرت علي(ک) هم فرمايي:
د انسان شخصیت هغه دی چې د له لاسه تللي عمر لپاره (چې تیروتنې یې کړې وي) اوښکې وبهوي او د خپل هیواد سره مینه ولري.
له منطقي پلوه: لکه څنګه چې د غرب په فرهنګ کې هیواد د مورنۍ ځمکې یا کورنۍ ځمکې(mother land, home land) په نوم یادیږي، همدغسې په افغاني ادبیاتو کې هم ورته په ډیر درنده سترګه کتل کیږي، څوک ورته د مور خطاب کوي او څوک هم آن ورته د ناموس په خطاب قانع دي.
په دې خو ټول مسلمانان دا باور لري چې مور پر خپل اولاد باندې ډیر حقوق لري، نو چې کله د مور حقوق پر اولاد باندې لازمي او فرض دي، آیا له هغو نه به سرغړونه ګناه نه وي؟ حال دا چې د مور په غیږ کې نهایت دوه کاله تیروي او د هیواد په غېږ کې تر هغو پورې چې ژوندی دی. راغلو د ناموس په برخه کې، په دې اړه هم افغانان یو داسې فرهنګ پالي چې هغه ته ننګ وايي او په دغه چوکاټ کې خپلو ټولو ارزښتونو ته درناوی او د هغو ساتنه کوي.
قوم پالنه ( نژاد پرستي)
نژاد پرستي د انسانانو تر منځ یو ډېر مخرب تبعیض او ډېر ناوړه عمل دی، چې یوازې د دوی د نژاد پر بنسټ رامنځته کیږي. کېدای شي یو نژاد پال دا ووايي چې، د انسانانو یوه ډله په ذاتي او غیر اکتسابي ډول تر نورو لوړه یا ټیټه ده، ځکه خو د نورو په پرتله له مساوي حقوقو او احترام څخه د برخمن کېدو وړتیا نه لري.
دغه ډول ځرګندونې ډېرې وروسته پاتې او د کرکې پر بنسټ ولاړې دي، پرته له دې چې د انسانانو په منځ کې په ځانګړي ډول لکه زموږ د هېواد په خلکو کې، چې له ګڼو قومونو جوړ ملت دی، کرکه او اختلاف رامنځته کړي، نور هېڅ کوم مثبت اغېز نشي پرې ایستلای.
هیڅوک دا حق نه لري چې د خپل قوم، رنګ، ژبې او همدارنګه د خپل دود او فرهنګ په خاطر تر نورو ځان غوره وګڼي. دا ډول تفکر، پرته له لیونتوب او نفرت نه نور هېڅ شی نشي بلل کېدای.
د قوم پالنې بنسټ تر ډېره پر ( قوم، ژبې، دود، مذهب، تاریخ، ځواک او نورو) باندې ولاړ دی، چې زیاتره وخت پکې یو پر بل باندې د لوړوالي مسأله مطرح شوې او په پایله کې یې د تفرقې لوی ناورین زیږولی دی.
له پاسنیو څرګندونو نه دا جوتیږي، چې قوم پالنه یا نژاد پرستي د ملي یووالي پر وړاندې ستر خنډ دی او د وطندوستۍ روحیه چې په ځینو کسانو کې شته، نه پریږدي چې په اسانه پراختیا ومومي.
هېواد پالنه ( وطندوستي)
لکه څنګه چې مخکې مو په دې اړه یادونه وکړه او لکه له نوم څخه یې چې روښانه ده، د وطندوستۍ فرهنګ له ټول هېواد سره د مینې پر بنسټ ولاړ دی. دا په اوسني عصر کې داسې یو منل شوی مکتب دی، چې په مرسته یې د هر ډول تبعیض او تعصب په وړاندې په کلکه مبارزه کېدلای شي، کوچني قومونه په لوی ملت بدلېدلای شي او بیا هغه ملت د هېواد په کچه د هویت خاوند ګرځېدلای شي.
د وطندوستۍ په روحیه باندې سمبال انسان نه یوازې خپل قوم ته درناوی لري، بلکې په هېواد کې میشت ټول قومونه پالي او هغو ته د احترام په سترګه ګوري. چې دا پخپله د نژاد پرستۍ له مکتب سره په ټکر کې واقع کیږي او هیڅکله به هم د دواړو توپیر له منځه لاړ نشي.
ځکه نژاد پالنه، یوه ځانګړې او بخیله انګېزه لري، چې یوازې او یوازې پر ځان ویاړي او د مبارزې محور یې پر خپله ژبه، تاریخ، مذهب او فرهنګ باندې راڅرخي. اما وطندوستي یوه عامه مفکوره ده چې پکې د یو بل زغملو وړتیا شته او د یو هېواد په چوکاټ کې ټول د یو قانون تر سیوري لاندې، سره له دې چې خپل قوم، ژبې او مذهب ته وفادار دي، په هېوادنۍ مینې سره ټول قومونه پالي او هغو ته درناوی کوي.
ښه ده، چې د بېلګې په توګه د ځینو هغو نامتو شخصیتونو یادونه وکړو، چې په نړیواله سطحه یې د وطندوستۍ او ازادۍ په مبارزه کې تاریخ پریښی دی:
ملي اتلان:
۱- میرویس نیکه، چې په لومړي ځل یې ملي جرګه راوبلله او په مرسته یې د ګرګین واکمني نسکوره کړه.
۲- احمد شاه بابا، چې په لومړي ځل یې د افغانستان نقشه معلومه کړه او په ملي شهامت یې د افغانستان د ساتنې لپاره سترې مبارزې وکړې.
۳- پېغله ملاله، چې د یرغلګرو انګلیسانو پر ضد یې په جهاد کې ستره ونډه واخسته.
۴- سید جماالدین افغان، چې د اسقلالیت او خپلواکۍ مفکورې په خپرولو کې یې ستره رول لوبولی دی.
۵- غازي امان الله خان، چې د افغانستان د آزادۍ اتل دی.