کور / ترخې خبري / دمشورتی جرګې ګډونوالو ته مهم سر خلاصی لیک

دمشورتی جرګې ګډونوالو ته مهم سر خلاصی لیک

هغه جرګه چې راتلونکی پنجشبه به په کابل کی شروع سی دوه رقمه خلک ور روان دی اول ډله خلک هغه دی چی له امریکا سره تړون د افغانستان په فایده بولی تایید یی کوی او ملاتړ یی کوی دوهمه ډله بیا هغه خلک دی چی فکر کوی په جرګه کی به د تړون مخالفت وکړی او راتلونکی نسلونو ته به روښانه تاریخ پریږدي مګر دواړه خطا وتلی غولیدلی او پر غلطه دی ځکه
اوله ډله پدی د تړون ملاتړ کوی چي
اول: امریکا او افغانستان به دوستان سی،
دوهم: په افغانستان کی به امنیت راسی
، دریم: په افغانستان کې پوځ پیاوړی سی
څلورم : اقتصاد به پیاوړی سی
پنځم: د ګاونډیانوله مداخلو به خلاص سو
شپږم: هیواد به پرمختګ وکړی
اوم: زموږ څخه مشوره غوښتل سوی او موږ باید نظر ورکړو
اتم: حکومت او امریکا زموږ پریکړی ته انتظار ده
نهم: د حالاتو غوښتنه ده
لسم: موږ به د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره خدمت کړی وی
او ددې تر څنګ نور ګڼ دلایل چې دوی فکر کوی په جرګه کی په ګډون او د امریکا سره د تړون په لاسلیک به یی تر لاسه کړی خو زه دغو محترمو مشرانو ته وایم چي
اول: خدای تعالی وایی چی کافر او مسلمان تر هغه نه دوستان کیږي چی تر څو تاسو د هغوي پر لاره روان نسی ( یعنی له اسلامه ونه ګرځي) نو که له یوي خوا د خدای تعالی په قول سره د افغانستان او امریکا دوستی ناشونی ده نو له بلی خوا په تیرو دولسو کلونو کی دا ښه په ثبوت هم ورسیده چی امریکایان د افغانانو څه رقم دوستان دی، امریکا موږ ته له جنګ، بی اتفاقی، مشکلاتو، بی عزتیو، بمباریو، کور په کور بدیو، دقران مسجد عالم او دینی مقدساتو له سپکاوی، کلتور ته بی عزتی، د ښځو او ماشومانو په سپیو داړلو، د سپین ږیرو او مشرانو له بندی کولو ( چی ستاسی له جملی به اکثریتو د بګرام زندان لیدلی وی)، د بندیانو لوڅ لغړ درول او فلمونه ورڅخه ډکولو او نورو سلګونو او زرګونو بدبختیو ماسیوا نور څه راکړل؟ ګریوان ته سر ټیټ کړی او فکر وکړئ
دوهم: امریکایان چی دولس کاله مخکی افغانستان ته راغلل ورځ تر بلی امنیت خرابیږی په هر کلی هر ښار او حتی د کرزی تر ارګ پوری جنګونه پراخ سول ماینونه، بمباری ، چاپي، تښتول، وژل، بی عزتی ور اړول دهری ورځي خبره ده ، پداسی حال کی چی اوس او تیر کال د امریکا او ناټو تر ۱۶۰ زره زیات عکسر په افغانستان کی و زرګونه بیزونه او قرارګاوی یی درلودی خو امنیت سم نسو نو بیا چی امریکایان ۹ اډی ولری او ۱۰ یا ۱۵ زره عسکر ولری نو څنګه به امنیت سم کړی؟ ګریوان ته سر ټيټ کړئ او فکر وکړئ
دریم: افغان پوځ به هیڅ وخت پیاوړی نسی ځکه امریکایان هیڅ وخت یو مسلمان پوځ پیاوړی نه غواړی که یی غوښتلی نو په تیرو دولسو کلونو کی به یو افغان پیلوټ به خپل سر الوتکه الوزولی وی چی هیڅ وخت یی دا واک ندی ورکړی، امریکایان په افغان پوځ باور نلری وسلی نه ورکوی سمه روزنه نه ورکوی هسی تاسو غولوي افغان ځواکونو ته د واک سپارل دا نه مانا چی امریکایان پر افغان پوځ باور لری امریکایان فقط غواړی د جنګ له میدانه وتښتی تلفات یی کم سی او افغان په افغان ووژنی نو که تاسی وایاست چی پوځ به مو پیاوړی سی نو هیڅ وخت دا زړه ته مه اچوی چی امریکایان به یو سوچه افغان پوځ جوړوی او که یی جوړ هم کړی نو د مصر پاکستان د پوځونو پر رقم به خپل خلک وژنی او د پردو په مقابل کی به ګیدړان وی. ګریوان ته سر ټیټ کړی او فکر وکړی
څلورم : اقتصاد تر ټولو مهم دی خو امریکایان هیڅ وخت چاته روپي په خیرات کی نه ورکوی کنی په افریقا کی هر ورځ لسګونه ماشومان له لوږی مری که امریکا بشر دوستی درلودی نو هغو سره به یی مرسته کړی وای چی خپل عیسویان یی هم دی کله چی دوی پر عیسویانو زړه سوی نلری نو پر افغانانو به یی ولی ولري؟ ورځ تر بلی ګرانی د افغاني د ارزښت لویدل، د جعلی پیسو چاپ، له هیواده د پانګو ایستل کیدل، د تجارانو تښتول او لوټل، پر بی فایدی پروژو او سیمینارو د میلونو ډالرو مصرف، د کاروبار په ټپه دریدل هغه څه دی چی موږ او تاسو په تیرو دولسو کلونو کی لیدلی او تجربه کړی اوس چی امریکا په کال کی سل میلیارده ډیر ډالر په افغانستان کی لګوی او اقتصاد پر دغه حالت دی چي په سل کی ۷۵ افغانان د ژمی د تیریدو لپاره شی نلری نو هغه وخت چی د امریکا پیسی ۴.۱ میلیارد ته راکمی شی او هغه هم یواځي په پوځي برخه کی نو به اقتصاد څنګه وده وکړي، ګریوان ته سرټیټ کړی او فکر وکړي
پنځم: همدا اوس حکومت له امریکا سره ستراتیژیک تړون امضا کړی او امنیتی تړون یی فقط یوه برخه ده نو په افغانستان کی څه حال دی ایران، پاکستان، چین، روسیه، عرب، اروپا او کوم ملک په افغانستان کی مداخله نه کوی او د ستراتيژیک تړون په مراعت امریکایانو یی څونه مخه نیولی ده د ایران په لمسون زموږ د بريښنا د بندو د جوړیدو مخه نیول شوی عسکر وژل کیږی پر کلتور مو یرغل روان دی په وزارتو او حتی ارګ کی د ایران جاسوسان مقرر دی پاکستان مو په راکټو ولی افغانان مو وژنی ماینونه او وسلی رالیږی ځنګلونه مو سوځی جاسوسی کړئ په هر ځای کی شته طالبان چی اوسنی حکومت یی خپل مخالفین بولی ټول په پاکستان کی دی سم کمپونه لری او هر ورځ مو خاوره لاندی کوی ایا امریکا دا هر څه نه وینی، ولی یی مخه نه نیسی ولی پټه خوله ده اصلی خبره داده چی امریکا د افغانستان حکومت خپل غلام بولی او د پاکستان او ایران حکومتونه خپل سیالان او ملګری او هیڅ وخت د غلام پر سر ملګری او سیال نه خپه کوی که تاسو تړون امضا کړی هم نو کوم ضمانیت شته مداخلی به بندی شی او که امریکا ضمانت درکړی نو تاسی جنابان افغان ولس ته کوم ضمانت ورکوی چی امریکا به پر خپله وعده وفا کوی، تاسی امریکا مجبوره کولی سی تاسی د امریکا زور لری ګرایوان ته سرټيټ کړئ او فکر وکړئ
شپږم: له هغه راهیسی چی امریکا راغلی نو په هیواد کی بد اخلاقی، فحشا، بی دینی اداری فساد د نشه یی شیانو استعمال، بی باوری، وژنی، غلاوی او خیانتونه خپل اوج ته رسیدلی دی دا هغه پرمختګونه و چی امریکا افغانستان ته راوړل که یو نیم پلچک یا تعمیر جوړ سوی وی نو هغه هم د نورو هیوادو له خوا جوړ سوی او یا دونه بی کیفیته جوړ سوی چی یو کال هم دوام نکوی هغه افغانان چی عزت او میړانی ته یی د جرمنی غوندی هیوادونو سلام کاوه هغه د امریکاو لخوا ډير بی عزته سول کالی ورڅخه وکښل سول او فلمونه ځینی ډک سول، هغه افغانی خویندی چی چا یی پلو نه و لیدلی هغه امریکایانو په سپیو وداړلی بی عزتی یی ور واړولی او په سرو سترګو یی وژړولی نو ایا دا پرمختګ سو که د دغو بی عزتیو په مقابل کی ته په پلچک او سړک خوشاله یی نو ستا پر افغانیت می شک نور هم پخیږی. ګریوان ته سر ټيټ کړه او فکر وکړه
اوم: حکومت یواځي ستاسو څخه کار اخیستل غواړی تاسو ورته اهمیت نه لری او نه ستاسو مشورو ته ضرورت لری نه ستاسو نظر ته احترام لری که حکومت تاسی رښتیا مشران بللاست نو ولی په نورو شیانو کی مشوره نه درڅخه غواړی فقط غواړی تاسی هم د هیواد خرڅولو پدغه بدنامه معامله کی شریک کړی که تاسی نظر مثبت ورکړی یا منفی خو تړون به امضا کیږی که تاسی خوشاله یاست که خپه تړون به امضا کیږی تاسی د کانتینتل په شپو د طیارو په تکت او جیب خرڅ خپل وجدان او وطن مه خرڅوی جنګ، فساد، کوکنار، فحشا او……….. هغه مشکلات دی چی د امریکا تر تړون اضافه ارزښت لری ولی دغه حکومت تاسی ته ونه ویل چی راسی د عیاشی مخه څنګه ونیسو د فساد مخه څنګه ونیسو د جنګ مخه څنګه ونیسو اوس دغه تړون ته ولی تاسو ور غواړی دا معلومه ده چی غواړی هغه ملامتی او شرمندګی چی تاریخ به یی پر حامدکرزی او دده پر ټیم اچوی ستاسی پر اوږو در بار کړی ګریوان ته سرټیټ کړی او فکر وکړی
اتم: امریکایان چی دلته اول راغلل د چا په فیصله او مشوره راغلل هغو ته چی دولس کاله مخکی فهیم صاحب او عبدالله صاحب سند ورکړ هغه وخت تاسی چیری واست دا دولس کاله چی امریکایانو ظلمونه وکړل دایی د کوم تړون له مخی وکړل چی اوس به ستاسو تړون ته وفاداره پاته سی د امریکا سره دتړون جزییات ولی پټ پاته دی ولی یواځي پر یوه موضوع بحث کیږی دا نوری چا او کومی جرګی تایید کړی که اوس هم فهیم کرزی یا بل بسم الله محمدی تړون ور امضا کړی څوک یی مخه نیسی که دا تړون ونسی ایا امریکایان له افغانستانه وزی ستاسو په ورغوښتلو کی حکومت دوه هدفه لری یو دا چی غواړی د ملامتی بار ستاسو پر اوږو کښیږدی بل دا چی حکومت له امریکا سره پدغه پټه معامله کی ډير امتیازات واخلی د خپل حکومت وخت اوږد کړی کنه ستاسو مشورو ته هیڅ ضرورت نسته ګریوان ته سرټيټ کړی او فکر وکړی
نهم: پداسی حال کی چی نه مو اسلام له کفر سره د دوستی اجازه راکوی نه مو د خپل وطن خیر پکښي سته نه مو په دا دولس کاله له امریکایانو خیر لیدلی نو پر امریکا دوطن خرڅول څه مانا لری پر امریکایانو د خپلو وطنوالو خویندو او میندو د عزت خرڅول څه مانا لری تاسی واوری چی دا تړون د ډیورند او ګندمګ تر معاهدو ډیر شرمیدلی او بد ده ځکه په هغه کی د هیواد یوه برخه خرڅه سوه او مسوولیت یی یو نفر ته راجع و خو اوس ټول افغانستان خرڅیږی او مسوولیت یی پر تاسو ساده او پاک زړو خلکو در لویږی ګریوان ته سرټيټ کړی او فکر وکړی
لسم : ای هغو کسانو چی د افغان ملت د استازو په نامه په دغه جرګه کی برخه اخلی تاسو پوهه سی چی ستاسی اولادونه به ستاسی په نامه او کارنامه شرمیږی تاریخ د هیچا ظلم او جفا نه پټوی که د کمونیستانو د پنځو زرو تنو د قتل عام دوسیه دیرش کاله بعد رسوا شوه نو پوهه شی ستاسو د نومونو لست، تاسو ته د درکول سویو وعدو او پیسو او ستاسو د خبرو کلیپونه هم افشا سی او بیا خو تاسی پوهیږی چی تاریخ ډیر بی رحمه دی افغانستان به ازاد وی خو تاسی شرمنده افغانستان به خپلواک وی خو ستاسی د غلامی انګاری او اوازی به په هر کور او هره کوڅه کی د بحث موضوع وی که نن خلک د شاشجاع، ترکی او کارمل په نوم شرمیږی نو زه دا ویره لرم چی خدای نکرده سبا به ستاسی قومونه او کورنی ستاسی په نومونو شرمیږی ګریوان ته سرټيټ کړی او فکر وکړی
دوهمه ډله هغه کسان دی چی وایی د جرګی په داخل کی به مخالفت وکړو نور خلک به هم له ځان سره ملګری کړو دا هغه خوشباوره خلک دی چی ګمان کوی امریکایان او ملګری یی په هیڅ نه پوهیږی تاسو فکر کوی چی تاسی تر امریکایانو هوښیاران یاست دغی جرګی ته هیڅ وخت هغه خلک چی د تړون مخالف فکر ولری نسی راتلی دا هغه کرایه او بدنامه څیری ورته راځي چی په دا دولسو کالو کی په کلی او ولایت کی د شپي تیر ځای پر دریدلی او ښه پوره بدنامه دی او د والی و قوماندان و وزیر په فرمایش راغوښتل سوی تاسی فکر کوی چی د امریکا په مصرف راتګ ، د امریکا په چوکیو کی ناسته د امریکا په پیسو برابره سوی ډوډي به خوری او بیا به د امریکا مخالفت هم کوی څونه ساده یاست یو تعداد کسان که رښتیا د وطن او اسلام مینه ولری او د جرګی خیمی ته تر امنیتی کمربندو ور تیر سی نو تاسی فکر کوی خلک به یی خبره واوری نظر ته به یی اهمیت ورکړل سی د خبرو نوبت به ورته ورسیږی دا خلک چی پدی نامه ورځي چی زه به د جرګی په خیمه کی دننه د امریکا پر ضد فعالیت وکړم ځان دوکه کوی ګریوان ته سرټيټ کړی او فکر وکړئ
نتیجه: که جرګی ته یو نفر ورسی که دری زره خو دا تړون به لاسلیک سی مګر هغه درواغ او هیلی چی تاسو اوس د خپل وجدان له عذابه ځان په خلاصوی به هیڅ وخت عملی نسی نور که ورځي او که نه ورځي ستاسو خوښه خو زه به د یو مسلمان افغان په حیث پدی دنیا اخرت او هغه وخت چی تاسو د خپلو کورنیو او خپل وجدان تر ملامتی لاندی یاست پر تاسو دا شاهدی وایم چی ای مشرانو! ای سپين ږیرو ای د لویو ږیرو او لویو لونګیو خاوندانو هغه وخت چی تاسو پر کفر هیواد پلوری هغه وخت چی تاسو د خپلی خاوری، خپلی خپلواکی او عزت سودا له امریکایانو سره کوله نو هلته د افغانستان په یو لری کنج کی یو افغان و چی خپل مسوولیت یی ترسره کړ تاسو ته یی خپل ږغ ورساوه تاسو ته یی وویل چی زموږ د عزت خپلواکی وطن او حیثیت سودا مه کوئ خپل ګریوان ته سرټيټ کړی او فکر وکړي