امريکا په هنگوکې پرديني مدرسه بريد کړې
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور: دخيبر پښتونخوا د هنگو د ټل په سيمه پر مفتاح القران مدرسې د امريکا څارګرې الوتکې بريد کړې چې له امله يې پنځه کسان وژل شوي دي .ځايي چارواکو او پوليسو ويلي چې بريد سهار وختي څلور بجې شوې دوه توغندي پر مدرسه لگيد لي دي په کې درې زده کوونکي او دوه ښوونکي وژل شوي او يو بل کس ټپي شوی دی.د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند د وژل شويو پنځو کسانو تاييد کړی، ويلي يې دي چې په مدرسه کې طالبانو ته د اوسېدو ځای نه ورکول کېده او د بريد پر مهال ډېر لږ کسان دغلته وو. طالبانو دغه مدرسه کلابنده کړې ده.