کور / ترخې خبري / تش په نوم اسلامي هیواد !

تش په نوم اسلامي هیواد !

د کراچۍ ښار د بنګالۍ ښځواو ماشومو انجونو د رانیولو،اوخر څولو تر ټولو غټه منډۍ ده

له دغه ښاره بې مخه دلالان بېکوره بېوسه ښځي د نړۍ نورو هېوادوته هم لېږي

چېري چې له ۸ کلو بیا تر ۴۰ کلو پوري ښځه زات د حیوانانو په ښان له ۲۰ زرو بیا تر ۵لکو کالدارو پوري موندل کېږي!شتمن او ماړه خلګ دغه بېوسه ښځي رانیسي!د غه بېوسه بېکوره ښځي او انجوني يو څو موده له جنسي ظلم د وهلو ټکولو ظلم په یوه ځای کښې د تړلو د ظلم سهلو ورسته بیا دویم واري هغه شتمن خلګ خر څي کړي! او د نوي ښځو د رانېولو دپاره له بنګالي دلالانو سره اړېکي نیسي! و هغه بې مخه بنګالي دلالانو ته د ښځو د رانیولو د سوداګري ټولي بې قانونه لاري او ليکي ور ما لومي وي!

اکثره وخت دغه دلالان دغه ماشومي انجوني او ښځي له موره پلاره اوکوره څخه په تښته او بې ایماني سره را ولړي وي !

چې د کورنۍ خلګ خبر هم نه وي!او نه ښځو ته مالو مېږي!چې موږ چېري روان یو!د بنګالۍ ښځو دسوداګري یو نامتو بازار د کراچې په ښار کښې له تېرو ۳۰ کلو اباد دئ!په دغه بازار کښې د انسانیت بشریت مسلما ني په ژبه هیڅوک نه پو هېږي!دلته فقط دوه توري ژبه چلېږي ۱پیسه۲ ښځه

ښځه زات دلته بېوسه وي!د هغې فریاد ژړا خواست څوک نه اوري

دلته خلګ د هوس وږي بې غیرته نارینه دښځي مخ ته عمر ته او بدن ته ګوري!

کمه ماشومه یا ښخه که چېري ډېر فریاد او ژړا کوي!دهغې بېوسه بدن په سګريټوسوځل کېږي!د ډېرو ښځو او ماشومو انجونو پر مخ د سوځلو داغونه مالومېږي!

اخر دغه بېوسه ښځي له وهلو رټلو ورسته په پټه خوله د هر ظلم وسهلو ته حاضري او چمتو سي!

چې کور نه وي!مور پلار ورور نه وي د کورنۍ یو غړی نه وي!

پرېدی وطن وي!په ژبه دي څوک نه پو هېږي!په ژړا او فریاد دي څوک غوږ نه نیسي!پر دې ټولو سربېره وهل ټکول رټل وي!دهغې ښځي ۸يا۹ يا ۱۰ کلني ماشومي پر زړه پر اعصابو پر بدن به څه تېرېږي!هغه چاته نه دي مالوم!ولي چې هغه دظلم، دجبر،د حیوانیت ،د انسانیت،د شرم او حیا له پر دې هم وتلي یو بله نړۍ ده! ډېري خبري دلته د لیک وړ نه دي! ولي چې د هغو تورو په لیکلو لاس رېږدي ! په لیدلو یې سترګي له شرمه پټېږي!

په ویلو یې خوله بندېږي!د هري ښځي د هري ماشومي خپلي کیسې وي!چې په ژړا او سرو ژړاندو سترګو یې کوي!بیا دلته خلګ په کمه او سپکه سترګه هم ورته ګوري!وايې دا بنګالۍ ده لکه هغه چې یو بل جنس وي انسان نه وي!

د یوې۱۰ کلني ماشومي دغه خبره انسان ژړه وي!چې وایې له ماسره پپو بنګا لي کاکا دا کلکه وعده کړېده ده چې ما بېرته خپل مور پلار ته لېږي!زه ژر خپل کور ته ځم!هو له ما سره یې قول وکړه! د ګل په ښان کوچني ماشومه خبره نه ده چې يوه بېغرته انسان پر بل بېغرته انسان په پنځه لکه روپو خر څه کړېده او هغه د کور پر ځای د ظلم تورو تیارو ته روانه ده!د دغي ماشومي له رانيولو ورسته دلال د رانیولو و سوداګر ته وایي!تا ماته پیسې راکړې اوما وتاته لس کلنه انجیلۍ درکړه!اوس که يې سوځې که یې وژنې دا اوس ستا سوه !

د ظلم دغه بازار تل اباد وي!د بېغرته بې دینه خلګو تګ راتګ هروخت په کښې روان وي!

د بنګله دیش هيواد هيڅ یو عملي ګام نه پورته کوي چې هغه ته دا هر څه ور مالوم هم دي!نه پاکستان له تېرو دیرش کلو د دې ظلم مخه نیسي.چې هر څه خپل په سترګو ویني!

انسانیت، بشریت، شرم او حیا ، دین، درناوی او عزت، سر لوړي او شرافت، هر څه دلته تر پښو لاندي کېږي!خو افسوس………………….چې

دمخ دنېولو دپاره یې هیڅوک ګام نه پورته کوي!

په زرګونو چیغي دلته پورته سوي دي!په زرګونو بې وسه ښځي او ماشومي انجوني دلته د حیا او شرم له پردې په زوره را ایستل سوي دي!

و دغه ځای ته که انسان وګوري! دهري بېوسه ښځي او ما شومي په درد به و پوهېږي……..چې کله یوه حیاداره ،کورداره،پلار داره دعزت ننګ او ناموس لرونکې ښځه په پرېدي وطن کښې د بېوسي په حال کښې په ژړاندو سترګو د بې حیا بې ننګه بې ناموسه بېغرته بې پلاره خلګو دلالانو ومنځ ته راسي او هلته ودرېږي.

هر خواته نارې وي!

۲ لکه ………..

۳لکه ……….

درېنیم لکه……….

دهغې ښځي به څه ژوند وي! دهغې ماشومي به څه ماشومتوب وي؟

مخ ته په وار وار بیا خر څېږي.د ښځې له زات او دراناوي ناخبره دغه لانتیانو دخپلي مور خور لور ورینداري اودمیرمني قدر اوعزت هم تر پښو لاندي کړئ وي!

ولي چې سړی بیغیرته سي!هغه بیا دخپلو قدر هم نه کوي!که لېږ هم انسان یوڅه غیرت لري هغه بیا د شرم او حیا له لیکي څخه نه اوزي!