کور / تازه خبرونه / كندهار:ثاقب ،سړي تښتونكې مونيولي

كندهار:ثاقب ،سړي تښتونكې مونيولي

دكندهارامنيه قومندان وايې چې تيره شپه يې دسړي تښتونكويوه وسله واله ډله نيولې ده .


مل پاسوال سيداغاثاقب په يوه خبري ناسته كې وويل چې دغه وسله وال سړي تښتونكې
پوليسوتيره شپه وروسته له هغه ونيول چې تيره ورځ يې يوقراردادي دپيسودترلاسه كولوپه موخه تښتولي و.


نوموړي زياته كړل چې تښتونكوددوه نيم لكه امريكايې ډالروپه بدل كې ديكشنبې په ماشام برمته سوي كس خوشي كړي .


ثاقب  زياته كړل چې په دې اړه يې استخباراتي معلومات ترلاسه كړي و اوپربنسټ يې دوى په لويه وياله كې پريوه كورعمليات ترسره كړل .


ښاغلي ثاقب زياته وي چې دسړي تښتونكوله ډلي څخه يې شپږتنه نيولي چې په خپله جرم يې اعتراف كړي .


په وينايې چې دډلي ددوپاتي كسانودنيول كېدوپه لټه كې هم دي چې هغوي به هم ونيسي
دكندهارامنيه قومندان سړي تښتونكې اوله دوى سره نيول سوي اصلحې هم خبريالانوته وښـودلې .
دكندهارپوليس پداسي حال كې له خپلولاس ته راوړنوڅخه يادونه كوي چې په تيروورځوكې ديوه قومي مخوروژل كېدل اودپيسوپه بدل كې ديوه قراردادي برمته نيوني ګڼ شمېرولسي وګړي انديښمن كړي دي .


دوى له دولت څخه غوښتنه كوي چې وامنيتي چاروته دې خپله بشپړه پاملرنه كړي