کور / تازه خبرونه / كندهار:بشرحقونواوسفمادځوانيمرګ روحاني قاتلين وغندل .

كندهار:بشرحقونواوسفمادځوانيمرګ روحاني قاتلين وغندل .

دبشردحقونوخپلواك كميسيون اوپه كندهاركې دسويلي اسيادآزادورسنيوسفماسيمه يزدفتر په گډه ديوې خبرې ناستي په ترڅ كې دعبدالصمدروحاني وژل كېدل په كلكه وغندل اوله افغان دولت څخه يې غوښتنه وكړه چې دژورناليستانوامنيت ته دي پاملرنه وكړي .


دوى له امنيتي مامورينوڅخه په بيابياغوښتنه كول چې دخداي (ج) بخښلي عبدالصمدروحاني دوژني عاملين دې ونيسي اوسخت دي مجازات كړي .


دسفمادسيمه يزدفترمشرفضل الرحمن خداي بخښلي روحاني يوريښتوني خبريال واباله اوهغه يې ددې ډګريوفعاله كاركونكې ونوماوه .


په كندهاركې دبشردحقونودخپلواك كميسيون مشرهم دمرحوم صمدروحاني پروژل كېدوخپله ژوره خواشني وښودل اودهغه نه شتون يې دفرهنګي كړيواومدني ټولنولپاره يوه نه جبرانونكې خلاوبلل .


دكندهاردبشردحقونودسيمه يزدفترمشرانجنيرعبدالقادرنوري دخداي بخښلي صمدروحاني له هغه بي طرفه ژورناليستكي فعاليت څخه يادونه وكړل چې تل يې ورباندي ټوله نړي له حقايقوخبر ول .


دسفمادسيمه يزدفترمشرفضل الرحمن وايې چې پرون دورځي په اوږدوكې يې له خبرترلاسه كولوورسته په هلمندكې له دولتي مامورينوڅخه غوښتي چې دصمدروحاني په اړه دي پلټني وكړي ،چې هغوي هم خپله بشپړه همكارې كړې .
 
خپله ژورناليستان په هلمندكې ديوه ژرناليست وژلوډيرانديښمن كړي دي .
دغې خبري دگڼوهغوكورنيواندېښنې بيابېخي زياتي كړي چې دكورنۍ غړي يې په ژرناليستكي ډګركې دنده ترسره كوي .


دلس ګونوفرهنګي كړيو،ليكوالانو،ژورناليستانودسفمااوبشردحقونوپه غونډه كې غوښتنه وسول چې خبريال دي په لمړي قدم كې پخپله دځان امنيت ته پاملرنه وكړي .


په وينايې چې دهرچاپه غوښتنه اوياهم دهري خبري په موخه دي خپل ژوندل ګواښ سره نه مخ كوي .


په خبري ناسته كې غوښتنه وسول چې ژورناليست دي لمړي موضوع دځان لپاره ښه روښانه كړي اوبيادي له خپل تګ څخه خپلونږدي ملګروته خبروركړي .


په ژورناليستكي ډګركې له پرتوخنډونوسره سره بياهم خبريالانو په پوره ايماندارۍ اودژورناليستكې اصولوسره سم تل هڅه كړې چې دولس ستونزي راوسپړي ،چارواكې اونړيوال ورڅخه خبركړي .


خوبيايې هم دغه ريښتوني چوپړدسرپه زيان تماميږي .


له دې څخه وړاندي هم داسي څوپېښي سوي چې په مطبوعاتي ډګركې دخطرناك زنګ په ډول بلل سوي .


په تيرودوكلونوكې ددروښځينه اودوونارينه خبريالانووژل كېدل هغه دي چې په افغانستان كې يې پر نوي راټوكېدلي مطبوعاتي ډګركې خپل پراخ تاثيرات اچولي دي .