کور / خبرتیا او پيغامونه / هلمند: د خپلواکو ژورنالستانو د غونډي پريکړه ليک

هلمند: د خپلواکو ژورنالستانو د غونډي پريکړه ليک

 


د ١٣٨٧ کال د غبرګولي د مياشتي په ١٨ نيټه د شنبې په ورځ  تکړه ژورناليست او د بي بي سي راډيو =خبريال عبدالصمد روحاني د څو ساعتونو لپاره لادرکه او په سبا يې د مازديګر پر ٥ بجو جسد د بولان په هديره کي و موندل سو .
په هلمند کي ټول ژورناليستان او فرهنګي شخصيتونه په دغه غميزه کي ځان شريک بولي .


د شيهد روحاني د قاتلونو د پيدا کول په موخه نن ازادو او دولتي ژورنالستانو او فرهنګپالو يو احتجاجي غونډه رابللې وه ټول خبري وکړې او دا پريکړه ليک د ولايت مطبوعاتي مسول ته ورکړل سو .


۱ – د هلمند ولايت د ژورنالستانو او فرهنګپالو د پريکړي سره سم به د يوې اونۍ لپاره د احتجاج په توګه د هلمند څخه هيڅ دولتي او غير دولتي راپور رسنيو ته نه ورکول کيږي بې له هغه خبره چي د خداى بخښلي روحاني په اړه وي   .
۲ – دا چي د ژورناليزم کورنۍ خپل يو تکړه غړى له لاسه ورکړى دى د هلمند ولايت ژورنالستان او فرهنګپال د هيواد پر ټولو خبري رسنيو ږغ کوي چي د خداى بخښلي د مړيني په اړه دي سبا ورځ چي د غبرګولي د مياشتي ٢١نيټه دي د هيواد د فرهنګي ډګر ملي ماتم اعلان کړي
۳ – د غبرګولي ١٩ نيټه چي د شهيد عبدالصمد روحاني د شهادت له ورځي سره سمون خوري هر کال به د هلمند په فرهنګي ډګر کي د توري ورځي په نامه و لمانځل سي 
۴ – چاپي مطبوعات دي درسنۍ لومړۍ پاڼه ياتوره او يادي ورباندي د خداى بخښلي عکس چاپ کړي .
۵ – راډيو يي او تلويزوني رسنۍ دي سبا د غبرګولي پر ٢٢ نيټه پر پوره (٥) بجو د يوې د قيقې لپاره چوپيتا غوره کړي .
۶ – لکه څنګه چي د ښآر له منځه څخه د يو ژورنالست نيول او ايستل او بيا په قتل رسول د ادارې کامله بې کفايتي ښئي . ټول ژورنالستان او فرهنګپال دا غوښتنه  کوي چي نومړې قضيه دي په جديت او دقت  وڅيړل سي.
۷ – که پورته ټکي په نظر کي ونه نيول سي د هلمند ژورنالستان به جدي ګامونه پورته کړي.
د شهيد روحاني لپاره ځانګړې سوې پاڼه ( پيغامونه ، خبرونه او خبرتياوي )