کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نور بايد درس واخلو !

نور بايد درس واخلو !

كه حكمتيار دوه وژلي، سياف، رباني، خليلي، محقق او دوستم څومره وژلي؟

كه د حكمتيار د محكمه كولو غوښتنه كيږي، د نورو جنګي جنايتكارانو د محكمه كولو غوښتنه ولې نه كيږي؟

د افغانانو د زياتره مشرانو بدمرغي دا ده چې نورو ته د عسكر په توګه كار كوي او هيڅكله هم خپل د افسر كېدلو په فكر كې نه دي او چې كله هم د افغانانو مشران د ځان په فكر كې شوي او د يووالي په ټغر سره ناست دي لكه د غزنويانو او ابداليانو په څېر يې سترې امپراطورۍ جوړې كړي او لكه د شېرشاه سوري په شان پرديو پاچيانو ته د كړنو يوه بېلګه ګرځېدلي.

اوس چې د پاكستان مدرسې او د ايران مذهبي مليشې راته فتواګانې جوړوي او په خپل كاله كې مو د ځان او خپلو تېلو، ګازو او اټومي پروژو د دفاع له پاره له نړيوالو سره جنګوي او يا د پولنډ په څېر يو نيمه مستعمره هېواد راته وايي چې له افغان ورور سره سوله مه كوه او هغه ووژنه، كه داسې نه كوې ډوډۍ نه دركوم او كه كوې يې نو مرسته دركوم، دا ټول د افغان ولس د بې اتفاقۍ او نه يووالي نتيجه ده چې يو شمېر مشران يې له بهرنيو مغرضو كړيو او جاسوسي شبكو سره معامله كوي او ولس پرې خبر نه وي او د همدغو بې خبريو له امله ده چې ولس د دولت او دولت د ولس پر وړاندې درېږي او ولس له دولت سره په دښمنۍ كې خپله پښه په خپله په تېشه وهي. بايد اصلاح له پاره كار وكړو او په ښيګڼو كې يو تر بله سيالي وكړو، نه په ورانولو، وژلو او د خپل ولس په رټلو كې.


راځئ چې نور له سياست څخه درس واخلو، تربګنۍ او جګړې سره ختمې كړو، نور د ځان له پاره وجنګيږو، تر څو به د پرديو عسكر يو، پرديو له پاره به جنګيږو او د يوې مړۍ ډوډۍ له پاره به خپل افغان وژنو او يوه مړۍ ډوډۍ به د خپل ورور د وينو په بدل لاسته راوړو او د خپل نس اسيران به يو.

په جګړه كې د افغانانو برخه دا ده(لاندې انځورونه) او د نورو په كې د تېلو،ګازو او مصرفي توكو سرشاره سوداګري، اټومي بټۍ او وسلې او ملياردونه ملياردونه ډالر.

انځورونه وروسته …

پورته انځورونو ته وګورئ او بيا تصميم ونيسئ: دا دى په افغانستان كې د جګړې حقيقت!!!

پولنډ د بهرنيو چارو وزير په كابل كې د يوې خبري ناستې په ترڅ كې د تېري او په غير ډپلوماتيكه ژبه وويل چې ګلبدين حكمتيار او د ده ځواكونو د بي بي سي راډيو يو خبريال او د پولنډ يو فلم اخيستونكى وژلي، جنګي جنايتكار دى او د دې پر ځاى چې د كابل حكومت له ده سره خبرې او جوړجاړى وكړي بايد نوموړى محكمې ته راكاږي. همدا راز ده د روسيې په پيروۍ پر امريكې نيوكه وكړه چې امريكه په افغانستان كې د شوروي اتحاد تېروتنې تكراروي، د افغانانو له مقاومت سره مخ شوې او دا د امريكې له پاره غټه ننګونه او خبردارى دى.

كه څه هم د افغان كورنيو چارو وزير د ده په ځواب كې وويل چې د دولت له مخالف لوري څخه هر هغه څوك چې د افغانستان اساسي قانون ته غاړه او وسله پر مځكه كېږدي افغان دولت يې هركلى كوي، خو بيا هم بايد مخكې له مخكې نه ده ته د داسې خبرو كولو اجازه نه واى وركړ شوې چې هغه د دپلوماسۍ خلاف او په هېواد كې بهرنۍ لاسوهنه وي.

له دغه دپلوماتيكې څرګندونې دوه ورځې وروسته په كابل كې د امريكې سفير ويليم ووډ له يوې بهرنۍ خپرنۍ سره په مركه كې وويل چې افغانستان خپلواك هېواد دى او په خپلواكه توګه د تصميم نيولو حق لري. امريكه له هغه چا سره كار نه لري چې په ټينګه او څرګنده توګه له القاعدې او ترهګرۍ سره تړاو ونه لري.

دغه پولنډي چارواكي په خپلو دغو څرګندونو سره نه يوازې دا چې له افغان ولس او سولې سره خپله دښمني څرګنده كړه بلكې د نړيوالې ټلوالې پر وړاندې يې د خپل هېواد دوه مختوب هم څرګند كړ.

پولنډ هغه هېواد دى چې په دوو نړيوالو جنګونو كې د جګړو پيلامه و او په دغو جنګونو كې له 50 مليونو څخه زيات انسانان ووژل شول، او د سړې جګړې پر مهال هم د مخالفت او سوسياليستې پوځې ټلوالې(وارسا) مركز و. پولنډ اوس هم يوې بلې جګړې ته سترګك وهي چې كېداى شي د امريكې د هوايي دفاع د سيستم د درولو پر سر رامنځته شي. پولنډ د خپلو سياستونو له مخې دا مهال د نړيوالو تر شك لاندې دى ځكه چې دغه هېواد روښانه سياست نه لوبوي او څرګنده نه ده چې لاهم د روسانو او كه د نورو اروپايانو او يا امريكايانو په پلوۍ سياست ته يې مټې رانغاړلي دي.

اوس هم په پولنډ دا تور لګول كيږي چې د ناټو په لستوڼي كې د روسانو د استخباراتو له پاره كار كوي او له نورو اروپايي نويو نشنليستانو سره د امريكې د كمزوري كولو او پرځولو په تكل كې دى.

اوس چې د پولنډ دغه لوړپوړى چارواكى د يوه روسي چارواكي خبره غبرګوي او په افغانستان كې د سولې د تګلارې په اړه د نړۍ د اكثريت نظر تر پوښتنې لاندې راولي، نو ښكاره ده چې له روسيې سره له خپل تړاو او له ناټو او امريكې سره له خپلې تربګنۍ او دښمنۍ څخه پرده پورته كوي.

نړيوالې ټولنې د خپلو اتو كلونو څېړنو په لړ كې دا جوته كړه چې په افغانستان كې جګړه له ترهګرۍ او يوې ايډيالوژيكي جګړې سره تړاو نه لري او دا جګړه په دولت كې د يو ناسم ګډون او سياسي توپيريز چلند او پټې بهرنۍ لاسوهنې له مخې منځ ته راغلې چې د دغه چلند په لړ كې يوه سياسي ډله له لامل پرته ګوښې ته وهل كيږي او بلې ډلې ته له لامل پرته امتيازونه او لوړې څوكۍ وركول كيږي.

نړيواله ټولنه په دې باور ده چې په افغانستان كې ځكه تر اوسه سوله نه ده راغلې چې د افغانستان پر سر نړيوال توافق وجود نه لري او د نړيوالو ستراتيژيكو ګټو او موخو د پردې تر شا په پټه سره د بهرنيانو له خوا پر افغانستان د جګړې د تپلو هڅه كيږي.

يو شمېر هېوادونه د اخلاقي او بشري خواخوږۍ له امله په دې وروستيو كې هوډمن شوي چې په افغانستان كې جګړې او تاوتريخوالي ته د پاى ټكى كيږدي.

افغان ولس هم نور په دې باور دى چې جګړه د بهرنيانو د ستراتيژيكي ګټو او موخو د تعقيب په لړ كې پر دوى تپل كيږي، جګړه د دوى په ګټه نه ده بلكې د نورو د ګټو او دفاع له پاره د دوى په خاوره كې روانه ده او له دوى څخه د جګړې د سون توكو په توګه كار اخيستل كيږي. دغه جګړه د دوى هېواد ورانوي، زيربنا يې لوټوي، ماشومان او لويان يې وژني او كورنۍ يې بې سرپرسته كوي.

افغانانو د پاكستاني طالبانو او پاكستان د حكومت تر منځ له جوړجاړي او سولې څخه غټ درس واخيست، نور دوى د پاكستان او ايران په دروغين ملاتړ او باټو بې باوره شوي لكه څنګه چې پاكستاني طالبان نه غواړي خپل كور او كلى په جګړې سره وران كړي او په خپل هېواد كې د هيرا منډوي فحشا خانې او د فساد هالونه، انګريزى كفري قضايي قانون، د قومونو تر منځ توپيريز چلند، د پنجاب كفري واكمني، د مسلمانانو پر وړاندې د يهودو او نصارا ملاتړ تړون په خپل جهاد سره له منځه يوسي، نو همداراز افغانان او افغاني طالبان حق لري چې په خپل هېواد كې جګړه ودروي او نور د بهرنيانو د سياستونو او د تېلو او اټومي پروژو له نوكرۍ او جګړو څخه لاس واخلي چې پايله يې د ايران او پاكستان او يا د كوم بل بهرني هېواد غلامي ده.

هيڅ يو هېواد دا حق نه لري چې له افغانانو څخه سوله واخلي او يا په دولت كې د كومې ډلې د ګډون مخه ونيسي.

افغان دولت اساسي قانون لري او د ملګرو ملتونو د ټولنې فعال او سابقه دار غړى دى، د ملګرو ملتونو منشور يې منلى او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د دغه منشور په رڼا كې د نورو هېوادونو حقوقو ته درناوى وكړي.

د پولنډ د بهرنيو چارو وزير چې د جنګي جنايتونو كوم تورونه په حكمتيار لګوي شايد په دې كې هغه كړنې هم شاملې وي چې د هغو په بركت نن د پولنډ خلك د وارسا ټلوالې او د روسانو له نيواك او خپسې پرته ازاده او سرې سترګې ګرځي.

د جنګي جنايتكارانو معلومول او محكمه كول يوه اوږده پېچلې كورنۍ او نړيواله موضوع ده او چې كله ورته شرايط برابر شول نو فكر نه كوم هغه ټلوالې او پوځونه چې د سولې او ډيموكراسۍ د پريښتو په نوم افغانستان ته راغلي دوى ترې هم بچ پاتې شي. او ته ښاغلى سفير هم په ځان ووېرېږه چې د هغو زرګونو بې ګناه ماشومانو، سپين سرو او تور سرو د وينې تويولو په جرم جنګي جنايتكار ونه پېژندل شې چې د نړيوالو پوځونو په عملياتو او ړندو بمباريو كې وژل شوي دي.

جنګي جنايتكاران د افغان ولس مجرمين دي او يوه ورځ به يې د افغان ولس، راتلونكي نسلونه او تاريخ محكمه كوي او د دوى محكمه كول د افغان ولس غوښتنه ده.

له دولت سره د دولت د مخالفينو يو ځاى كېدل او په هېواد كې تاوتريخوالي او جګړې ته پاى وركول د افغان ولس ستره اړتيا ده.

ځكه د جګړې منطق وژنه، ژوبلونه، ويجاړونه او د ژوند لوټونه ده او دا هغه څه دي چې پر افغانانو د بهرنيانو او د دوى د افغان چاكرانو له خوا د ترهګرۍ ضد جګړې او يا د جهاد په نوم تپل كيږي او جګړه د هيڅ يو مسلمان او رښتيني افغان انتخاب نه دى.

له حكمتيار سره زياتره افغانان خواخوږي نه لري او هغه په هېواد كې د زياترو مجاهدينو او عام افغانانو د وژلو او يو شمېر بهرنيو استخباراتي شبكو ته د چوپړ كولو پړه پر غاړه لري، خو بيا هم له دولت سره د حكمتيار يو ځاى كېدل په هېواد كې د سولې له ټينګېدو سره زياته مرسته كولى شي:

_له دولت سره د حكمتيار يو ځاى كېدل د دولت نورو مخالفينو ته د مصونيت او ډاډ ښه بېلګه ګرځېداى شي.دا كار به د دولت نور مخالفين هم د قانون منلو او دولت سره يو ځاى كېدلو ته وهڅوي.

_پر دولت به د پخوانۍ شمالي ټلوالې او يا د اوسنۍ ملې جبهې برمتې ته د پاى ټكى كيږدي او په دولت كې به نوى سياسي انډول رامنځته كړي چې د پلوراليزم، دموكراسۍ او سولې په ګټه به وي.

_د جګړې ليكو ته به د دولت په ګټه بدلون وركړي.

_د ټولټاكنو له مشروعيت سره به مرسته وكړي.

_پر افغان ولس به د پاكستان سياسي_مافيايي مدرسو اغېز كم كړي چې د پاكستان د جاسوسۍ ادارو له خوا له تېرو 60 كلونو راهيسې د افغانستان او د هند خلكو پر وړاندې كارول كيږي. دغه كار به پر دولت د ولس باور پياړى كړي او د جګړې مافيا به د پاكستاني مدرسو له برمتې ازاده كړي.

_حكمتيار له زياتو سياسي تجربو سره هېواد ته ګرځي او د افغانستان په اړه د ايران او پاكستان له سياستونو يې غټ درس اخيستى دى، نو كېداى شي د هېواد په اړه د ايران او پاكستان زيات ناوړه سياستونه رسوا او د مستند تاريخ يوه برخه شي.

_له حكمتيار سره سوله حكمتيار ته به فرصت په لاس وركړي چې هغه خپل ځان د سولې او بيارغونې په ډګر كې هم وازمايي او كېداى شي افغان دولت په دې برخه كې دده له تجربو څخه ګټه واخلي.

لنډه دا چې له دولت سره د دولت د مخالفينو يو ځاى كېدل په هېواد كې له سولې او امنيت سره زياته مرسته كوي او بايد مخه يې ونه نيول شي.

د جنګي جنايتكارانو محكمه كول هم د افغان او نړۍ د ولسونو غوښتنه ده او تر هغه چې په هېواد كې يوه سالمه او ډاډمنه اداره رامنځته شوې نه وي دغه كار عملي بڼه هم نه لري او بايد وځنډول شي.

افغانانو ته په كار ده چې جګړه ودروي او په سولې او يووالي سره بهرنيو لاسوهنو ته پاى وركړي. د هېواد د پرمختيا له پاره د سياست سوله ييزه لار تر ټولو ښه انتخاب دى چې هيڅكله پښېماني او زيان نه لري او بايد چې ټول افغانان او سياسي ډلې همدغه لار انتخاب كړي.