کور / شعر / واحد وطن !

واحد وطن !

دسولی کارخوپه جرګوشي،په وژلونه شي
پخلا کول په مینه کیږي ، په وھلونه شي

مشران ځوانانوته،په مینه سمه لارورښيي
په سمه لارخوسمول،څه په ښکنلونه شي

وږئ چی ژاړي،خودوږي نس له درده ژاړي
غلي کول خویی دخولی په ورګنډلونه شي

ملي یووالئ، دقومونونږدیوالئ غواړي
ملي وحدت خودقومونو،په ویشلونه شي

ملت یی تن،قومونه واړه ددی تن غړي دي
ژوندیی له تنه،ددی غړوپه شلولونه شي

واحد وطن مودآلماسو دغمي په څیردی
دھیچا ګټه ، دآلماس په ماتولونه شي

له استبداد نه خلاصولوته ، قیام په کاردی
له استبدادنه خلاصیدل تش په ژړلونه شي

الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی